نړۍ
د امریکا دفاع وزیر یو ځل بیا په روغتون کې بستر شو
د پنټاګون ویاند څرګنده کړې، چې د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین د یکشنبې پر ورځ (د سلواغې دوهویشتمه ) د مثانې د ستونزې له کبله د واشنګټن په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شو.
د پنټاګون ویاند پټ رایډر زیاته کړې، چې ۷۰ کلن لویډ آسټین په روغتون کې له بستر کیدو وروسته د دفاع وزارت مسوولیت خپلې مرستیالې کاتلین هیکس ته لېږدولی دی.
د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکیو او ډیموکراټانو استازو تېره میاشت له هغې وروسته، چې په روغتون کې د لویډ آسټین د بستر کیدو راپورونو خپاره شول؛ تر نیوکې لاندې راغی، چې ولې یې ولسمشر جو بایډن او نورو اړوند چارواکو ته یې د خپلې ناروغۍ په اړه څه ویلي نهوه.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون ځینو جمهوري غوښتونکيو شخصیتونه ان د لویډ آسټین د لرې کولو غوښتنه کړې وه.
دې انتقادونو آسټین اړ کړ، چې په یوه ټلویزیوني خبري کنفرانس کې بښنه وغواړي.
ټاکل شوې، چې لویډ آسټین د فبرورۍ په وروستیو کې هم د امریکا کانګرس ته حاضر شي.
جو بایډن ویلي؛ سره لهدې، چې هغه د خپلې ناروغۍ په اړه خبر نهو ورکړی؛ خو بیا هم پر لویډ آسټین باور لري.
دا ځل پنټاګون هڅه کړې، چې روغتون ته د دفاع وزیر د بېړنی تګ او د دفاع وزارت مرستیالې ته د مسوولیت د سپارلو پر اعلانولو د تېرې میاشتې د سیاسي شخړې د تکرار مخه ونیسي.
متقاعد څلور ستوریز جنرال او د امریکا لومړنی تورپوستی دفاع وزیر آسټن تېره میاشت هغه مهال په روغتون کې بستر شو، چې امریکایي ځواکونو په بغداد کې د ایران پر ملاتړ د ملیشې ډلې د یوه مشر پر له کینې ډک برید وکړ.
ټاکل شوې وه، چې هغه د چارشنبې پر ورځ بروکسل ته د «اوکرایین د دفاع لپاره د تماس ډلې» په غونډه کې ګډون وکړي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې هغه به بروکسل ته ولاړ شي او که نه.