تازه خبرونه

د امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغان‌توکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه

۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.

Published

on

د کالیفورنیا ایالت پخوانۍ افغان‌توکمې سناتورې عایشې وهاب د چارشنبې پر ورځ د امریکا د استازو په جرګه کې د وفادارۍ لوړه وکړه او د استازو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.

۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.

عایشې له لوړې وروسته د خپلې پالنې له بهیر څخه تر کانګرس پورې د ژوندانه د سفر په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې د یو شخص تېر ژوند د هغه راتلونکی نه‌ټاکي.

هغې ویلي:« زه کانګرس ته په داسې حال کې راغلم، چې له ځان سره مې د هغې پخوانۍ ماشومې د زړه درزا راوړې، چې د پالوونکو کورنیو په غېږ کې لویه شوې ده.»

عایشه وهاب د نیویارک د یوې افغان کډوالې کورنۍ له چاپېریاله نړۍ ته سترګې وغړولې او بیا د ماشومانو د پالنې د نظام تر چتر لاندې لومړی په نیویارک او وروسته کالیفورنیا فریمونټ ښار کې لویه شوې ده. هغې له دې مخکې د هی‌وارډ ښاروالۍ د شورا غړیتوب ترسره کړی او د کالیفورنیا د ایالتي سنا د لسمې حوزې استازې وه. وهاب د سویلي کالیفورنیا د پوهنتون د ټولنیزې مرستې په برخه کې دوکټورا لري.

عایشې په استازو جرګه کې د وینا پر مهال د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او څرګندوي، د امریکا خلک د کورونو د بیو، ښاري خدمتونو، خوراکي توکو، زده‌کړو، روغتیايي پاملرنې او د ژوند د نورو بنسټیزو اړتیاوو له لوړېدا سره مخ دي.

هغې زیاته کړې:« لکه یوه سیاستواله موخه مې ساده ده: له تاسو ټولو سره یو ځای د امریکا د خلکو د خدمت لپاره؛ له ګوندي  تړاو پرته کار کول دي.»

د کالیفورنیا ډیموکراټې استازې زوئي لوفګرن وهاب د استازو جرګې په تالار کې معرفي کړه او د پالوونکو کورنیو تر سرپرستۍ لاندې د ماشومانو او زیان‌منو خلکو د ملاتړ په برخه کې یې د هغې د مخینې او فعالیتونو یادونه وکړه.

لوفګرن ویلي:« نن هغې خپل نوم لکه یوه افغان‌توکمه غړې د استازو جرګې په تاریخ کې ثبت کړ.»

Trending

Exit mobile version