نړۍ
د امریکا د استخباراتو مشر د خبرو لپاره روسیې ته سفر کړی
که دا سفر تائید شي؛ نو دا به د ۲۰۲۱ز.کال په نومبر کې د راټکلیف د مخکیني مشر ویلیام برنز له سفر وروسته مسکو ته د امریکا د استخباراتو د یوه مشر لومړنی معلوم سفر وي. برنز هغه مهال له ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې وې.
امریکايي رسنیو د ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې(سيآیای) مشر جان راټکلیف د سېشنبې پر ورځ د روسي چارواکو د لیدنې لپاره مسکو ته تللی دی.
که دا سفر تائید شي؛ نو دا به د ۲۰۲۱ز.کال په نومبر کې د راټکلیف د مخکیني مشر ویلیام برنز له سفر وروسته مسکو ته د امریکا د استخباراتو د یوه مشر لومړنی معلوم سفر وي. برنز هغه مهال له ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې وې.
سيبياس نیوز او اکسيوس د راټکلیف له سفر خبر ورکړی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې نوموړي له چا سره لیدلي او خبرې به پر کومو موضوعاتو وي.
سيآیای د دې راپور په اړه له تبصرې ډډه کړې.
د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف هم راپور نه تائید او نه رد کړی؛ خو رویټرز ته یې ویلي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له راټکلیف سره د لیدنې پلان نهلري.
یوه سرچینه، چې له موضوع خبره ده ویلي؛ امریکا تېره اوونۍ له اوکراین غوښتي وه، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې، سېشنبې او چارشنبې پر ورځو د مسکو، سنټپېټرزبورګ او د روسیې پر ځینو شمالي سیمو هوايي بریدونه ونهکړي؛ ځکه د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي الوتکه به مسکو ته الوتنه کوي.
فایننشل ټایمز له دې مخکې اوکراین ته د امریکا د دغه پیغام په اړه راپور ورکړی و.
امریکا له روسیې سره د ایران د نږدې سټراټېژیکې ملګرتیا له کبله هم اندېښمنه ده.
ایران له مسکو سره پراخې پوځي، اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري او د اوکراین په جګړه کې یې روسیې ته بېپیلوټه الوتکې ورکړې دي.
روسیې هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې ایران ته یې د امریکا په اړه د سپوږمکۍ انځورونه ورکړي او ویلي یې دي، چې د امریکا او ایران د شخړې د اواري لپاره مرستې ته چمتو ده.
نړۍ
په امریکا کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان ووژل شول
د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.
د امریکا په جورجیا او پینسلوانیا ایالتونو کې د دوه بېلابېلو وسلوالو بریدونو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د جمعې پر ماښام د جورجیا ایالت په ډګلاس ښار کې شوې، چې په یوه کور کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي دي.
په بله پېښه کې، چې د پینسلوانیا ایالت په ایري ښار کې شوې؛ نهه کسان، د دوه ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې پر ګډون وژل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، چې بریدګر هم د دې پېښې د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
د ایري ښار د پولیسو مشر ریک لورا دغه پېښه یو داسې سخت برید بللې، چې د پولیسو په ۲۸ کلنه کاري مخینه کې ورسره مخ شوی نهو.
پولیسو ویلي، د دغو وسلوالو بریدونو انګېزه اوس هم روښانه شوې نهده؛ خو ټاکل شوې، چې نور جزئیات یې په یوه خبري غونډه کې اعلان شي.
نړۍ
روسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نهدرلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړهییز وس پرې اغېزمن شي.
د ډنمارک د استخباراتو او ملي امنیت یوه چارواکي ویلي؛ روسیې پر هغو ډنمارکي شرکتونو ورانوونکي عملیات پیل کړي، چې اوکراین ته پوځي تجهیزات تولید او برابروي.
د دې امنیتي او استخباراتي سرچینې د څرګندونو له مخې: روسیې له هغې وروسته، چې اوکراین ته د لویدیځ پوځي ملاتړ کمولو د مسکو لپاره مطلوبه پایله نهدرلوده؛ نو اوس یې هغه موخې پر نښه کړي، چې د اوکراین جګړهییز وس پرې اغېزمن شي.
د ډنمارک د امنیت او استخباراتو دې چارواکي په کوپنهاګن کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې د روسیې ورانوونکي فعالیتونه زیات شوي دي.
په کوپنهاګن کې د روسیې سفارت دغه تورونه رد کړي او د ډنمارکي چارواکو ادعاوې یې «بېبنسټه» بللې دي.
ډنمارکي چارواکي خبرداری ورکړی؛ روسیه د ورانوونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له عادي وګړو او نیابتي کسانو څخه کار اخلي، چې د ټیلیګرام او خواله رسنیو له لارې جذبېږي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ډنمارکي امنیتي چارواکو له دې مخکې د لویدیځ پر هېوادونو د روسیې د ګډو بریدونو د احتمال له زیاتېدا خبرداری ورکړی و.
نړۍ
سعودي، ترکیې او پاکستان ګډ دفاعي تړون پلي کړ
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان هوکړه کړې، چې د ګډې دفاع ژمنې سمدستي پلې او سعودي عربستان ته هوکړه شوي ځواکونه او پوځي تجهیزات چټک واستوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې د« مکې دفاعي ائتلاف» په بېړنۍ غونډه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کړنه به د تصویب شویو میکانیزمونو او د درې هېوادونو د ملي قوانینو له مخې پلي کیږي.
د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان ویلي: په دې غونډه کې د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې پر سعودي عربستان او اسلامي سپېڅلو ځایونو بریدونه بللي؛ د درې هېوادونو پر« یووالي او پیوستون» ټینګار شوی دی.
دغه پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې په مدینه منوره کې پر یوه برښنا وېش مرکز د برید راپورونه خپاره شول.
د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف، چې په یمن کې له ایران سره د همغږو حوثیانو پر وړاندې جګړه کوي ویلي؛ په دې برید کې هغه تاسیسات پر نښه شوي، چې مسجد نبوي ته برښنا برابروي.
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د روان کال په اګست کې د« مکې ګډ دفاع تړون» لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید د درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کیږي.
دغه تړون په لومړي سر کې د هر هېواد د پوځي او دفاعي ژمنو په اړه لږ جزئیات لرل.
نوې خبرپاڼه ښيي، چې دغه تړون له عمومي چوکاټ څخه د پلي کېدا پړاو ته داخل شوی؛ ځکه دې درې هېوادونو اوس د ځواکونو او پوځي وړتیاوو د استولو د میکانیزمونو پر پلي کولو هوکړه کړې ده.
.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
تازه خبرونه3 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه3 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایران ستازو د اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ
