تازه خبرونه
د امریکا د بې پیلوته الوتکو د بریدونو په اړه د افغانستان ادعا د افسوس وړ ده
پاکستان د یکشنبې پر ورځ د افغانستان د دفاع وزیر د هغې ادعا په ځواب کې، چې د امریکا بې پیلوته الوتکې د عملیاتو لپاره د پاکستان له هوايي حریم کار اخلي، ویلي؛ دا ادعا د افسوس وړ ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ اسلام آباد په کابل کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو په عملیاتو کې د پاکستان له هوايي حریم څخه د استفادې په اړه د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د ادعا په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي: د شواهدو په نشتوالي کې، لکه څنګه، چې پخپله افغان وزیر تائیدوي؛ دا ډول خیالي ادعاوې د افسوس وړ او د دیپلوماتیکو نورمونو له مسوولانه چلند سره په ټکر کې دي.
د یکشنبې پر ورځ مولوي محمد یعقوب مجاهد ولس ته د حساب ورکولو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ د امریکا بې پیلوته الوتکې، چې د افغانستان په خاوره کې الوتنې کوي له پاکستان څخه راځي.
دا موضوع له هغې وروسته راپورته شوه، چې تېره میاشت د امریکا ولسمشر جوبایدن په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو ادعا وکړه او څرګندوي، چې نوموړی د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د پاکستان د اعلامیې په یوه برخه کې څرګنده شوې، چې پاکستان د ټولو دولتونو پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کوي او د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي.
په یاده خبرپاڼه کې راغلي: مونږ د افغانستان له حکومته غواړو، چې د افغانستان لخوا د نړیوالو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ورکړي، چې له خاورې یې د هیڅ هېواد پر ضد د تروریزم لپاره کار اخیستو ته اجازه ورنکړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې که الظواهري د امریکا د ادعا له مخې په کابل کې وای؛ نو دوی باید خپله دا ادعا له حکومت سره شریکه کړې وای. حکومت له دې خبر ندی او د دغو تورونو په اړه پلټنې کوي.
