بی بی سی پښتو

د امریکا د ملي استخباراتو نوې مشره اوریل هېنز څومره پېژنئ؟

Published

on

Reuters
۵۱ کلنه هېنز د نیویارک ښار د منځنۍ کچې وګړو په ډله کې راځي، مور یې رسامه او پلار یې کیمیاپوه دی.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن اوریل هېنز د ملي استخبارتو ادارې د مشرې په توګه ټاکلې او په دې سره دا د امریکا تاریخ کې لومړی ځل شو چې پر دې مقام یوه ښځه ټاکل کېږي.

دا مقام د امریکا استخباراتو کې تر ټولو لوړ پوست دی، چې مشر/مشره به یې د ۱۲ څارګرو ادارو څارنه کوي.

څارونکي وايي په دې حساس وخت کې د سي ای اې د اوسنۍ مشرې جینا هاسبل تر څنګ د اغلې هېنز ټاکنه د امریکا استخباراتي بنسټونو کې د ښځو لپاره ګټور تمامېدای شي.

اوریل هېنز څوک ده؟

که څه هم اغلې هېنز پر ګڼو جګو استخباراتي پوستونو کار کړی خو تر اوسه یې د څارګرې افسرې په توګه دنده نه ده کړې.

۵۱ کلنه هېنز د نیویارک ښار د منځنۍ کچې وګړو په ډله کې راځي – مور یې رسامه او پلار یې کیمیاپوه دی.

Reuters
منتخب ولسمشر جو بایډن د خپلې ادارې د ځینو غړو ګومارنه ډاګیزه کړه

هغې لومړي سر کې شیکاګو پوهنتون کې د فیزیک لوستلو ته مخه کړه، بیا یې قانون ولوست او په ۲۰۰۱ کال یې قانون کې دوکتورا واخیسته.

مخکې تر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قانوني سلاکار دفتر ته ولېږدي، هېنز ځینې حقوقي دندې په مخ وړي دي.

له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۸ یې د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ کې هم کار کړی، چې هغه وخت جو بایډن د ولسمشر مرستیال و.

له ۲۰۱۰ کال وروسته هېز د بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د ملي امنیت په ګڼو برخو کې کار کړی، د ملي امنیت د سلاکار مرستیاله پاتې شوې او د مرکزي استخباراتو ادارې د مرستیالې مشرې دنده یې مخته وړې ده.

په بي بي سي کې د امنیتي چارو خبریال ګورډون کوریرا وايي د واک د لېږد بهیر کې د نویو ګومارنو او د پخوانیو چارواکو د لیرې کېدو امکان شته.

دی وايي د دغه احتمال سرچینه دا وېره هم کېدای شي چې ګنې “د ټرمپ ډله به ښايي هڅه وکړي چې” خپل کسان د ملي امنیت سیستم کې ځای پر ځای کړي او د راتلونکې جنورۍ پر ۲۰مه د جو بایډن له لوړې وروسته دوی خپل رول ولوبولی شي.

هېنز د سې شنبې په ورځ جو بایډن ته په خطاب کې ویلي: “پوهېږې چې زه هېڅکله چارواکو ته له حقیقت ویلو ډډه نه کوم. دا به د ملي استخباراتو د مشرې په توګه زما مسئولیت وي. ډېر وخت مې تا سره ګډ کار کړی، زه دا ګومارنه منم.”

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د خپلې نوې ادارې د غړو ټاکلو په لړ کې دا ځل دوه دیموکراټې فعالې (ریما دودین (له اصله فلسطینۍ /اردنۍ) او شوانزا غوف (له اصله افریقایۍ) په سپینه ماڼۍ کې د قانون جوړونې چارو دفتر مرستیالانې ټاکلې دي.

جو بایډن د دوشنبې په ورځ د دغو ښځو تر ګومارلو وروسته وویل: “د امریکا ولس زموږ د ادارې کار پیلېدا ته لېوال دی او نن به مرستیالان زموږ د اجنډا وړاندې کولو کې مرسته وکړي چې هر امریکايي ته یې د یو عادلانه فرصت ضمانت ورکړی.”

ریما دودین لومړنۍ عرب توکمه ښځه ده چې د امریکا په تاریخ کې په دې مقام ګومارل کېږي.

هغې د کلیفورنیا پوهنتون اقتصاد او سیاسي علوم لوستي او په ۲۰۰۲ کال فارغه شوې، بیا د الینوی پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې شامله او په ۲۰۰۶ ترې فارغه شوې ده.

Trending

Exit mobile version