کوید۱۹
د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلیوان پر کرونا ویروس اخته شو
د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویاندې ویلي، چې جیک سلیوان د شنبې پر ورځ له هغې وروسته پر کرونا یرویس اخته شو، چې یوه اوونۍ مخکې له ولسمشر جو بایډن سره د اووه پرمختللیو اقتصادونو د ډلې غونډې ته تللی و.
د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویاندې ادرین واتسن ویلي، چې سلیوان له بایډن سره نږدې تماس نه درلود او نښې یې هم نلرلې. دا یې پر کرونا د اخته کېدو لومړی ځل دی.
سپینې ماڼۍ د شنبې پر ورځ ویلي، سلیوان د جمعې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سینیګال د بهرنیو چارو له وزیر آیستا تال سال سره یوه لیدنه لرله. دغه راز یې د دوشنبې پر ورځ په لوګزامبورګ کې د چین له لوړپوړي دیپلومات یانګ جیچي سره څلور نیم ساعته لیدلي وه.
دا سمدستي روښانه نده، چې آیا پر کرونا اخته کېدل به یې سفري پلانونه اغېزمن کړي او که نه.
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ په ډاګه کړې وه، چې بایډن به د اووه ډلو د سرمشریزې لپاره سویلي آلمان ته سفر وکړي او د جون په وروستیو کې د ناټو سرمشریزې لپاره هسپانیا ته روان شي.
