تازه خبرونه

د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره د ملابرادر احتمالي لیدنه افواهات دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۸, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې له یو شمېر امریکايي امنیتي چارواکو سره د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملابرادر احتمالي ناسته رد کړې ده.

په هغه اعلامیه کې، چې د شنبې پر ورځ ( د تلې ۷) خپره شوې، راغلي؛ اسلامي امارت هغه افواهات ردکړل، چې ګواکې په نږدې راتلونکې کې به د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر آخوند په مشرۍ یو پلاوی د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سیلوان او د سي.ای. ای له مرستیال دیوید کوهن سره په دوحه کې پر ځینو موضوعاتو لیده کاته ولري.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه افواهات بولي او اشخاصو ته سپارښتنه کوي، چې دغه ډول خپلسرو، بې بنسټه او ناسمو راپورونو ته دي اعتبار نه ورکوي او ولس ته دي تشویشونه نه پیداکوي.

دغه راز رسنیو ته هم سپارښتنه شوې، چې باید خپلو اصولو ته ژمنتیا ثابته او بی بنسټه راپورونه خپاره نکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینو لویدیځو رسنیو خبر ورکړی، چې د ملا برادر په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی به په نږدې راتلونکي کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان سره وګوري.

Trending

Exit mobile version