سیمه ییز خبرونه
د امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
ګرجستان او آذربایجان ایران ته د الوتنو ځنډېدل تائید کړي دي.
ایراني هوايي شرکتونو د امریکا له لوري د هوايي چلند پر سکټور د نویو بندیزونو له لګېدا وروسته د چارشنبې پر ورځ ځینې نړیوالې الوتنې لغوه کړې دي.
ګرجستان او آذربایجان ایران ته د الوتنو ځنډېدل تائید کړي دي.
دغه راز په تهران کې یوه سیاحتي اداره وايي؛ بغداد، مسقط او قطر ته هم الوتنې درول شوې دي؛ خو چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته الوتنې اوس هم دوام
لري.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د دوشنبې پر ورځ د ایران پر هوايي چلند د نویو بندیزونو اعلان وکړ. نوموړي ادعا کړې، چې له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنې پورې د ایران نړیوالې الوتنې له دې بندیزونو اغېزمنې شوې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د ګډون لپاره تللی؛ د امریکا فشارونه رد کړي او څرګندوي، چې د بندیزونو او ګواښونو پر وړاندې به د ایران د خلکو مقاومت پیاوړی شي.
د الوتنو د څارنې معلومات ښيي، چې د ماهان ایر یوه الوتکه د چارشنبې پر ورځ له تهران څخه د چین ګوانګژو ښار ته رسېدلې او یوه بله الوتنه شانګهای ته هم په پام کې نیول شوې ده.
چین د امریکا نوي بندیزونه غندلي او غیرقانوني یې بللي دي.
له ایران څخه استانبول ته هم ځینې الوتنې دوام لري، خو یو شمېر نورې لغوه شوې دي.
په تهران کې یوې سیاحتي ادارې ویلي، چې د وضعیت د ناڅرګندوالي له مخې یې د الوتنو د لغوه کېدا د اندېښنې له کبله د ټکټونو پلور درولی دی.
ایراني هوايي شرکتونه اوس هم ترکیې، ارمنستان، نجف او دوبۍ ته ځینې الوتنې لري.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا رییس محسن رضايي ګاونډ هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د امریکا له اقداماتو سره همکاري ونهکړي. نوموړي ویلي، که کوم هېواد له امریکا سره همکاري وکړي، هوايي ډګرونه به یې له ایران سره د الوتنو توان له لاسه ورکړي.
دغه راز د ایران او عراق ترمنځ د الوتنو د احتمالي ځنډېدا له کبله اندېښنې زیاتې شوې دي؛ ځکه هر کال ګڼشمېر ایراني زیارت کوونکي عراق ته سفر کوي.
ایراني رسنیو ویلي، چارواکي بغداد ته د الوتنو د انتقال امکان نجف ته ارزوي.
په نجف کې سیاحتي ادارو هم ویلي، چې مسافر د الوتنو د احتمالي لغوه کېدا په اړه پوښتنې کوي او ځینې یې د ځمکني سفر لارې هم څېړي.