تازه خبرونه
د امریکا د ولسي جرګې دوه غړیو له افغانستان څخه د وتلو محرمو اسنادو ته د لاسرسي اجازه ترلاسه کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د غوایی ۲۷ ) په ډاګه کړه، چې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې دوه لوړ پوړي غړي کولی شي د کابل د سقوط په وروستیو اوونیو کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو محرمانه مکتوبونه وګوري.
دا پرېکړه د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې د مشر مایکل مککال له فشارونو او ګواښونو وروسته شوې ده.
مککال څوـ څو ځلې د بهرنیو چارو وزارت تورن کړ، چې دې کمیتې ته یې په کابل کې د امریکا سفارت مکتوبونه نهدي سپارلي.
هغه او په جرګه کې نور جمهوري غوښتونکي په دې باور دي؛ مکتوب د کابل د سقوط په اړه خبرداری ورکړ شوی و او د بایدن اداره تورنوي، چې د امریکايي اتباعو، کارمندانو او سیمهییزو شریکانو ایستل یې ځنډولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت هوکړه کړې، چې مایکل مککال او د جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دیموکرات غړی ګریګوري میکس هغه مکتوبونه وګوري، چې د افرادو ناپېژندل په کې پټ ساتل شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ويدانت پتل هيله څرګنده کړې، چې دغه همکاري به د کميتې ریيس قانع کړي.
پتل وایي: نن به مونږ د کمیتې رییس مککال او د کمیتې غړیو ته بلنه ورکړو، چې د کابل چینل د محرمو معلوماتو یوه برخه دلته د بهرنیو چارو په وزارت کې وګوري. مونږ هیله من یوو، چې دوی به قانع شي.
مک کال ګواښ کړی و، چې که د بهرنیو چارو وزارت کمیتې ته دا اسناد وړاندې نهشي؛ نو د ولسي جرګې په ناسته کې به انتوني بلینکن له خپلې غوښتنې څخه پر سرغړونه تورن او پرضد به یې رایې واچول شي.
د یادونې ده، چې د کانګرس له حکمه سرغړونه په امریکا کې جرم دی او د جریمې او بند سزا لري.