نړۍ
د امریکا د ولسي جرګې مشر له دندې ګوښه شو
کیوین مککارتي؛ د امریکا د ولسي جرګې رییس له خپل مقامه لرې شو، چې د ګوښه کېدا پلان یې د ګوند د غړیو (جمهوریت غوښتونکیو) له خوا جوړ شوی و.
دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د پارلمان رییس د خپل ګوند د غړیو د پلان له مخې له دریځه لرې کیږي.
کوین مککارتي؛ د دغه هېواد د ولسي جرګې رییس د یوې ښي اړخې ډلې د مخالفت له کبله پر ۲۱۶ رایو له دندې ګوښه شو.
د امریکا د ولسي جرګې دیموکراتو غړیو له دې فرصت څخه ګټه پورته کړه او د کوین مککارتي له مخالفینو یې ملاتړ وکړ او د هغه د لرې کولو لپاره یې رایه ورکړه. تر دې دمه د هغه پر ځای کوم نوماند هم نهدی وړاندې شوی.
مککارتي د شنبې پر ورځ له دیموکراتانو سره یوه معامله وکړه، چې د حکومتي چارو د ځنډېدو مخه ونیسي. دې کار د جمهوري غوښتونکيو غصه راوپاروله او د ده د ګوښه کېدا پلان یې پلی کړ.
د مککارتي له ګوښه کیدو وروسته اوس د شمالي کارولینا څخه پاتریک مکهینري، چې د سې شنبې پر ورځ یې د مککارتي ملاتړ کړی و؛ د ولسي جرګې لنډمهالی رییس شو. د امریکا ولسي جرګه ۲۲۱ جمهوري غوښتونکي او ۲۱۲ دیموکرات استازي لري.