نړۍ
د امریکا د پنسلوانیا په هوايي ډګر کې یو سړی د چاودېدونکيو توکو پر لېږدولو تورن شو
امریکايي چارواکو د چارشنبې پر ورځ هغه سړی نیولی، چې ادعا کېږي د دوشنبې پر ورځ یې د دې هېواد د پنسلوانیا ایالت یوه هوايي ډګر ته چاودېدونکي توکي وړي وه.
دغه ۴۰ کلن سړی مارک موفلې نومیږي او په بکس کې د چاودېدونکيو توکو پر لېږدولو تورن شوی دی.
سرچینې ویلي، چې نوموړي غوښتل له فلورېدا ایالت څخه اورلاندو ایالت ته روانېدونکې الوتکې ته یې ولېږدوي.
مسوولین وايي: کله، چې په لودسپیکر کې د نوموړي نوم یاد شو؛ له هوايي ډګره وتښتېد، خو وروسته مازیګر مهال له کوره ونیول شو.
ځايي مسوولینو په بکس کې مشکوکو توکو له لیدلو وروسته د بمونو ماهرینو په ګډون له څارګرې ادارې ایف بي ای مرسته وغوښته.
د همدې دوشنبه پر مازدیګر مهال بیا نوموړی د پنسلوانیا په لانسفورد سیمه کې له خپله کوره ونیول شو.
نوموړی په الوتکه کې د چاودېدونکیو یا اور اخیستونکیو توکو پر ځای پر ځای کولو تورن شوی دی.
ویل کیږي، چې د یاد هوایي ډګر د ترمینل یوه برخه د لنډ وخت لپاره تړل شوې وه.