نړۍ

د امریکا د کالیفورنیا شمالي برخې ۶ اعشاریه ۴ درجې زلزلې لړزولي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳۰, ۱۴۰۱)
رویترز راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ سهار وختي د کالیفورنیا شمالي سیمې د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۴ درجې زلزلې ولړزولې؛ کورونه او سړکونه یې ویجاړ کړل، زرګونه اوسیدونکي یې له اوبو او برښنا بې برخې او لسګونه نور ټپیان کړل.

د هومبولد اړوند ولایتي څانګې د څرګندونو له مخې؛ لږ تر لږه لسګونه کسان ټپیان شوي او دوه نور مړه شوي دي.

د رویترز څرګنده کړې؛ دا زلزله له ځایي وخت سره سم سهار وختي ۲:۳۰ رامنځته شوې او بیا ورپسې څه نا څه  ۸۰  ټکانونو وڅارله. د دې زلزلې مرکز د سان فرانسیسکو په ۳۵۰ کیلو مترۍ کې د هومبولد لویه کلیوالي سیمه ده، چې د پر سره ځنګل یا رید لرد ځنګلونو  پېژندل کیږي.

له دې مخکې هم په دې سیمه کې پرلپسې زلزلې رامنځته کیږي؛ خو دې وروستۍ هغې د نورو پر پرتله ډېره  ګډوډي رامنځته کړې ده.

چارواکو ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ زلزلې په یوه ساختمان کې اور ولګاوه؛ د ګرمو اوبو د ګازو نلیکه پرې شوه او لږ تر لږه دوه نورې ودانۍ یې ونړولې. د اور وژنې ډلې اور په لنډ وخت کې مړ  او په کور کې بند یو اوسیدونکی وژغورل شو.

شاوخوا لسګونه کورونه نور هم سخت زیانمن شوي، ان د استوګنې لپاره ناامنه اعلان شوي دي.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د دې ښار نږدې ۳۴۰۰ اوسیدونکيو د زلزلې زیانونه زغملي دي.

د ښاروال کایل نوپ د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې اوسیدونکي به له پلټنو وروسته بې ځایه شي.

د برښنا شبکې د څرګندونو له مخې؛ په ټول ولایت کې د شاوخوا ۷۹۰۰۰ کورونو او سوداګرۍ برښنا پرې شوې ده.

د هومبولد د اړوند څانګې د څرګندونو له مخې، مړه شوي کسان یو ۷۲ کلن او بل ۸۳ کلن و، چې پخپل وخت د ژغورنې ډلې وررسېدلې ندي.

له ټپیانو څخه د یو سر مات شوی او د بل کلمه پرې شوې؛ د نورو ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.   

چارواکو د زلزلې د زیانونو د معلومولو لپاره د دغه ښار څلور سړکونه تړلي دي.

د امریکا د ځمکپوهنې سروې راپور ورکړی، چې د سې شنبې د زلزلې ټکانونه د سان فرانسسکو له خلیجي سیمې څخه لرې احساس شوي.

Trending

Exit mobile version