تازه خبرونه
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په بندخونه کې د افغان وګړي مړینه «پېښه» وبلل شوه
د مړینې د سند له مخې، ۴۱ کلن پکتیاوال د یوې ناڅرګندې مادې له کبله د شدید حساسیتي غبرګون (انافیلاکسي) په پایله کې مړ شوی دی.
ټکزاس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په بندخونه کې د افغان وګړي او د امریکا د ځانګړو ځواکونو د پخواني همکار محمد نظیر پکتیاوال مړینه د امریکايي چارواکو له لوري «پېښه» بلل شوې ده.
د مړینې د سند له مخې، ۴۱ کلن پکتیاوال د یوې ناڅرګندې مادې له کبله د شدید حساسیتي غبرګون (انافیلاکسي) په پایله کې مړ شوی دی.
په سند کې راغلي، چې دغه حساسیتي غبرګون د هغه د سالنډۍ ناروغي هم سخته کړې وه او مړینه یې د مارچ پر څوارلسمه د ډالاس په یوه روغتون کې د «پېښې» په توګه ثبت شوې ده.
د ټکزاس ټربیون د راپور له مخې، پکتیاوال نږدې لس کاله په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه. نوموړی په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته ولېږدول شو. هغه د قانوني بهیر له لارې امریکا ته تللی و او د پناه غوښتنه یې کړې وه؛ خو د پناه غوښتنې دوسیه یې اوس هم تر ارزونې لاندې وه، چې د مارچ پر دیارلسمه د ټکزاس ایالت په خپل کور کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د مامورانو لهخوا ونیول شو.
د افغان کډوالو د حقونو ملاتړې ډلې «ایواک» او د امریکا د کانګرس دوه غړو د هغه د مړي د طبي کتنې د راپور خپرولو غوښتنه کړې ده.
هغوی وایي؛ د پکتیاوال کورنۍ حق لري پوه شي، چې کومې مادې دا مرګونی حساسیتي غبرګون رامنځته کړی او دا ماده څنګه د هغه بدن ته رسېدلې ده.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې له دې مخکې ویلي وه، چې پکتیاوال د بندخونې د منلو پر مهال د هر ډول ناروغۍ او حساسیت له لرلو انکار کړی و؛ خو څو ساعته وروسته له ساه لنډۍ او د سینې له درد سره مخ شو او روغتون ته ولېږدول شو. نوموړی د بلې ورځې سهار د ژبې له پړسوب وروسته د ډاکټرانو د ژغورنې له هڅو سره ـ سره، مړ شو.
د راپور له مخې، د محمد نظیر پکتیاوال کورنۍ د هغه د مړینې د څرنګوالي د روښانېدا غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د ډالاس سیمهییزو چارواکو د روانو څېړنو له کبله تر اوسه د مړي د طبي کتنې د راپور له خپرولو ډډه کړې ده.