بی بی سی پښتو

د امریکا فدرالي محکمې په حکم په مرګ یوازینۍ محکومه اعدام شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۴, ۱۳۹۹)

یوازینۍ ښځه لیزا مونتګامېري چې د امریکا د فدرالي محکمې د حکم پر بنسټ د قتل په تور په اعدام محکومه شوې وه، حکم پرې پلی شو.

وروسته له هغه چې د امریکا سترې محکمې د دې د ژوندي پرېښودو وروستۍ حقوقي هڅې هم رد کړې، لیزا مونتګامېري د اېنډیانا ایالت تېري هاوت یوه زندان کې د مرګونې ستنې په ورلګولو اعدام شوه.

دې قضیې وروسته له هغه د ډېرو پام ځان ته ور واړاوه چې مدافع وکیل یې ویل دا ښځه له رواني پلوه ناروغه ده او په ماشومتوب کې ورسره ناوړه چلند شوی.

لیزا مونتګامېري په ۲۰۰۴ کال کې یوه ۵۲ کلنه مېندواره مېرمن زندۍ کړه.

د عیني شاهدانو په وینا، یوه ښځه چې د اعدام پرمهال د مونتګامېري څنګ ته ولاړه وه، د دې له خولې ماسک لېرې کړی او پوښتنه یې ترې کړې چې که د ویلو له پاره وروستۍ خبرې لري نو ودې یې وایي، هغې ویلي چې “نه” او نور یې هېڅ نه دي ویلي.

مونتګامېري په سیمه ییز وخت ۰۱:۳۱ مړه اعلان شوه. د هغې وکیلې کېلي هېنري وویل هر هغه چا چې یې په اعدام کې ګډون کړی و باید د شرم احساس وکړي.

په یوې اعلامیې کې یې مونتګامېري یوه “زیانمنه شوې” ښځه بللې چې دولت یې په وژلو کې له ټولو لارو کار واخیست او اعدام یې له عدالته لېرې و.

Reuters
ځینو مظاهره چیانو اېنډیانان کې له زندانه بهر د اعدام حکم له مینځه وړلو غوښتنه کوله.

تر دې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت ویلي ول د دغه هېواد فدرالي حکومت په نژدې ۷۰ کلونو کې په لومړي ځل یوه ښځینه بندۍ اعداموي.

لیزا مونتګامېري په ۲۰۰۴ کال په میزوري ایالت کې یوه مېندواره مېرمن زندۍ کړې او د هغې د نس تر څیرلو وروسته یې ماشوم ترې تښتولی و.

امریکا کې د اعدام سزا د معلوماتي مرکز په وینا دغه هېواد کې په وروستي ځل په ۱۹۵۳ کال کې د بوني هیډي په نوم مېرمن په میزوري ایالت کې ګازو خونه کې ایسارولو سره اعدام شوې وه.

د ډونلډ ترمپ ادارې تېر کال وویل، چې په فدرالي کچه د اعدام سزا له سره پیلوي.

لیزا مونتګامېري څوک وه؟

د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، مونتګامېري د ۲۰۰۴ کال دسمبر کې له کېنساس څخه ظاهرآ د یوه سپي د پېرلو لپاره میزوري کې د «بوبي جو سټینېټ» کور ته ورغله.

خو کور ته تر ننوتلو وروسته هغې پر سټینېټ برید وکړ او نوموړې یې- چې د اتو میاشتو میندواره وه- تر هغې زندۍ کړه، چې بې سده شوه.

«مونتګامېري تر دې وروسته د پخلنځي چړې سره د سټينېټ خېټه وڅیرله او دا کار لامل شو، چې نوموړې بیرته په سد راشي. سټینېت د ژوند لپاره هلې ځلې وکړې، خو مونتګامېري دا ځل تر مړه کېدو زندۍ کړه. مونټګمېري تر دې وروسته ماشوم د هغې له تنه جلا او له ځان سره یووړ او هڅه یې وکړه، چې خپل ماشوم یې وښيي.»

په ۲۰۰۷ کال یوه قضايي پلاوي نوموړې په فدرالي کچه په انسان تښتونه، چې په مرګ تمامه شوې وه، ګرمه وپیژندله او هغې ته یې په یوه خوله د اعدام سزا وغوښته.

په فدرالي او ایالتي کچه د اعدام سزا توپیر څه دی؟

Getty Images

د امریکا د متحدو ایالتونو د قضايي سیستم له مخې جرمونو ته هم په ملي کچه د فدرالي محکمو او هم په سیمه ییزه کچه د ایالتي محاکمو په وسیله رسېدنه شونې ده.

د جعلي پیسو او د ډاکخانې غلا «پوستي غلا» په څېر مشخصو جرایمو ته نیغ په نیغه فدرالي محکمه کې رسېدګي کېږي. په همدې توګه له اساسي قانون سرغړونې او داسې قضیې هم، چې متحد ایالتونه پکې یو اړخ ګڼل کېږي، دغو محکمو ته راجع کېدای شي.

په ۱۹۷۲ کال د سترې محکمې د پرېکړې له مخې په دواړو فدرالي او ایالتي کچه د اعدام سزا ناقانوني وبلل شوې او هغه مهال د دې سزا ټول اړوند قوانین هم لغوه شول.

سترې محکمې په ۱۹۷۶ کال کې ایالتونو ته بېرته د اعدام سزا د پلي کېدو اجازه ورکړه او په ۱۹۸۸ کال حکومت داسې قانون جوړ کړ، چې په فدرالي کچه یې هم دغه کار شونی کړ.

د اعدام سزا د معلوماتي مرکز د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ له ۱۹۸۸ تر ۲۰۱۸ کال پورې په فدرالي کچه ۷۸ کسانو ته د اعدام سزا اورول شوې، خو یوازې درې یې عملي شوې دي.

د مونتګامېري او بېرنارډ د اعدام سزاګانې به په خپل وار سره د اعدام اتمه او نهمه قضیه وي، چې سږکال یې فدرالي حکومت پلې کوي.

د اعدام سزا په اصولو کې بدلون د څه لپاره؟

د ډونلډ ټرمپ ادارې تېر کال وویل، له اوږد ځنډ وروسته په فدرالي کچه د اعدام سزا له سره پیلوي.

هغه مهال لوی څارنوال په یوه اعلامیه کې ویلي ول: «عدلیې وزارت د دواړو ګوندونو د واک او ادارې پر مهال بدترینو مجرمانو ته د اعدام سزا غوښتې ده.»

« د قانون حاکمیت د عدلیې وزارت مسئولیت دی – موږ د خپل قضايي سیستم د اورول شویو حکمونو د پلي کېدو له اړخه د قربانیانو او د هغوی د کورنیو پوروړي یو.»

Trending

Exit mobile version