سوداگري
د امریکا له مالي بندیزونو د افغانستان خلک ځوریږي
پر افغانستان د امریکا د مالي بندیزونو یو کال تېر شو او اوس هم دا په خپل ځای دي، چې عام افغان ولس ترې ځوریږي.
د لویدیځ پر پوځي او مالي ملاتړ د نظام له پرځيدو پوره یو کال تېر شوی؛ خو په دې یوه کال کې او د اسلامي امارت له حاکمیت راپدیخوا د امریکا بندیز لګولو په افغانستان کې بانکي سیستم ګډوډ کړی، د فقر لمن پراخه شوې او د بشري ناورین زنګونه ووهل شول.
کارپوهان وايي، چې د امریکا لخوا د افغانستان د پیسو کنګل کولو او د بندیزونو دوام نه یوازې په هېواد کې د پانګونې مخه نیولې، بلکې اقتصادي فعالیتونه یې هم ګډوډ کړي دي.
د دغو پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د دې بندیزونو دوام به اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي او امریکا له دې کار سره د خپلې ماتې غچ له عامو افغانانو اخلي.
پوهان وايي؛ د امریکا د دغو بندیزونو دوام به د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي، چې عام افغان ولس به یې درنده بیه پرې کوي.
اقتصادي شنونکی شاکر یعقوبي وایي: د افغانستان مالي، پولي، سوداګریز او اقتصادي سیستم په جدي توګه اغېزمن شوی او د افغانستان زیرمې، چې اوس هم تړلي دي او افغانستان یو لوی ناورین ګواښي.
ځينې نور بیا پدې باور دي، چې د امریکا بندیزونو په افغانستان کې بېوزلۍ ته لار اواره کړې او خبرداری ورکوي، چې د بندیزونو دوام به غیر قانوني کډوالۍ ته لاره پرانیزي.
اقتصادي شنونکی شبیر بشیري وایي: افغانستان به له اقتصادي انزوا سره مخ شي او له هېواده وتل به یې وګواښي.
که څه هم د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصون لپاره په افغانستان کې پراخې ولسي او حکومتي غونډې جوړې شوي او اسلامي امارت له امریکا څخه غوښتي، چې د افغانستان بانک پانګه آزاده کړي؛ خو امریکا تر اوسه د افغان ولس دې غوښتنو ته مثبت ځواب ندی ویلی.
په افغانستان کې د امریکا د سیاسي او پوځي ماتې او د لویدیځ د مالي بندیزونو یو کال تېریږي؛ خو د افغان ولس د فقر او بېوزلۍ د کچې پر لوړېدو د ملګرو ملتونو په ګډون نورو بشري مرستندویو بنسټونو سخته اندېښنه ښودلې ده. د یو شمېر څرګندونو له مخې نږدې پېنځه ویشت میلیون افغانان له لوږې سره مخ دي، چې په نړیواله کچه د فقر تر ټولو ستر ناورین بلل کیږي.