تازه خبرونه

د امریکا له نوی حکومت سره د متقابل تعامل غوښتونکي یوو – افغانستان

د خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې داسې پرمختګ  غواړي، چې ورسره د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۷, ۱۴۰۳

 د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د پايلو په تړاو د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې اسلامي امارت د امریکا له نوي حکومت سره د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د واقعبینانه ګامونو پورته کولو ته هیله من دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې داسې پرمختګ  غواړي، چې ورسره د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شي.

د دغې خبرپانې په یوه برخه کې راغلي؛ د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د لومړۍ واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوې،چې ورسره شل کلن نیواک پای ته ورسېد.

ویل کیږي، چې ټرامپ به د سيمې او نړۍ د روانو جګړو؛ په ځانګړي توګه په غزه او لبنان کې د پای ته رسولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version