سیمه ییز خبرونه
د امریکا مذاکره کوونکو له ایران سره ښې خبرې لرلې – ټرمپ
ټرمپ د نیو جرسي په موریس ټاون هوایی ډګر کې خبریالانو ته ویلي، چې ” فکر کوم، چې د ایران په جبهه کې یو څه ښه خبرونه ولرو.”
د رویټرز د راپور له مخې؛ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د امریکا مذاکره کوونکو د اوونۍ په پای کې له ایراني پلاوي سره “ډېرې ښې” خبرې لرلې؛ ځکه، چې هغه د تهران د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره د یوې هوکړې په لټه کې دی.
ټرمپ د نیو جرسي په موریس ټاون هوایی ډګر کې خبریالانو ته ویلي، چې ” فکر کوم، چې د ایران په جبهه کې یو څه ښه خبرونه ولرو.”
ټرمپ زیاته کړې، چې جدي پرمختګ شوی دی.
هغه په روم کې د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ایراني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو په اړه نور توضیحات ورنکړل.
هغه وایي:”زه نه پوهیږم، چې تاسې ته به په راتلونکو دوه ورځو کې کوم څه ښه یا بد ووایم؛ خو احساسوم، چې شونې ده تاسې ته یو څه ښه ووایم.”
