تازه خبرونه
د امریکا ملګري د هرات له زلزله ځپلیو سره بېړنیو مرستو ته چمتوالی لري – انتوني بلینکن
د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن څرګنده کړې؛ امريکا د افغانستان په شمال لویديځ کې د شنبې د ورځې د زلزلې اغېزې پوره څاري او امريکايي مرستندويه ادارې ورسره د مرستې په حال کې دي.
نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ زمونږ بشردوستانه همکاران د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې بېړنیو مرستو ته پوره چمتووالی لري.
بلجیم هم ویلي، چې دوی وضعیت له نږدې څاري.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې هاجا لحبیب په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د افغانستان له لویدیځ څخه خپاره شوي بد خبرونه به د دې هېواد بشري وضعیت نور هم خراب کړي. زمونږ پام د دې غمجنې زلزلې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته اوښتی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم د هرات زلزله ځپلیو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.
توماس ویست په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې؛ زمونږ پام او دعا ټولو هغو کورنیو ته اوښتې، چې په افغانستان کې د پرونۍ (شنبې) ویجاړونکې زلزلې له مبله اغېزمن شوي دي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې (OIC) عمومي منشي حسین ابراهیم طه هم د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.
دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره پر یو لړ مسایلو تیلیفوني خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، عبداللهیان د خبرو پر مهال د هرات ولایت د زلزلې قربانیانو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.
حسین امیر عبداللهیان همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او له قربانیانو سره یې د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر څخه د مننې تر څنګ خپل ایراني سیال ته د رامنځته شویو زیانونو او د زلزله ځپلیو خلکو د اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: دواړو سیالانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار څرګند کړ.
د یادونې ده، چې د شنبې پر ورځ په هرات کې د رښتر پر کچه د ۶ اعشاریه ۳ درجو دوه زلزلو او بیا د ۵ اعشاریه ۹ درجې سختو زلزلو له کبله له ۲۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي، ۱۰ زره کسان ټپیان شوي او زرګونه نور بې کوره شوي دي.