د هوا حالاتو بدلونونه
د امریکا منځنی لویدیځه برخه مرګونو توپانونو او بېسارو سېلابونو وځپله
اینډیانا یو له هغو ایالتونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.
د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د سختې هوا او پیاوړې اوږدې څپې درانده بارانونه، بېساري سېلابونه، بړبړوکۍ او ویجاړوونکي بادونه رامنځته کړي، چې له کبله یې د منځنۍ لویدیځې برخې او اوهایو درې د اړوند سیمو څو کسان مړه شوي او پراخ زیانونه اوښتي دي.
اینډیانا یو له هغو ایالتونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.
چارواکو ويلي، د شنبې تر ورځې لږ تر لږه پېنځه کسان مړه شوي دي. دا پېښه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د څو ورځو درندو بارانونو سیندونه بېساري کچې ته لوړ کړل. په ځینو سیمو کې یوازې په دوه ورځو کې له ۲۸ سانتيمټرو ډېر باران ورېدلی، چې د مرکزي اینډیانا په ځینو برخو کې یې د «ویټ» سیند کچه له اووه مټرو لوړه کړې او د ۱۹۱۳ز.کال راپدېخوا یې د اوبو پخواني ریکارډونه مات کړي دي.
د اینډیاناپولیس ښار له څه باندې ۳۰ کلونو راپدېخوا له تر ټولو سخت سېلاب سره مخ شوی، چې له کبله یې سلګونه کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي. د ژغورنې ډلو او اور وژونکو د کښتیو پر مټ هغه کسان ژغورلي، چې د اوبو د لوړېدا له کبله بند پاتې ول. د شنبې تر غرمې پورې په دې ښار کې لږ تر لږه ۹۵ کسان او ۴۵ کورني څاروي ژغورل شوي دي. د ایالت په څه باندې لسګونو ولسوالیو کې سیمهییز بېړنی حالت اعلان شوی او په نورو سیمو کې هم سلګونه کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي.
سېلابونه د یوې سترې توپاني څپې له تېرېدا وروسته رامنځته شوي، چې د اوونۍ په پیل کې یې د ایلینوی، اینډیانا، اوهایو، کینټکي او لویدیځې ویرجینیا ایالتونه ځپلي وه. دغې توپاني څپې سخت بادونه، بړبړوکۍ او درانده بارانونه له ځان سره لرل. د اینډیانا په ګیري ښار کې د باد چټکتیا شاوخوا ۱۵۹ کیلومټره په ساعت کې ثبت شوې او د شیکاګو په شاوخوا سیمو کې د بړبړوکو راپورونه ورکړ شوي دي.
دغو توپانونو د برښنا پراخې پرېکېدنې هم رامنځته کړې دي.
د توپانونو د شدت پر مهال د منځنيو لویدیځو برخو په ځینو سیمو کې له ۶۰۰ زره ډېر پېرېدونکي له برښنا بېبرخې شوي وه. تړل شوې لارې، راغورځېدلې ونې او زیانمنې بېخبناوې د ژغورنې او پاککارۍ چارې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.
اوهایو هم سخته زیانمنه شوې ده؛ سېلابونو بیړني خدمات ګډوډ کړي او د یوه اصلاحي مرکز ۱۶ بندیان د برښنا د تندر له لګېدا ټپیان شوي دي.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې د نورو سېلابونو او سختو توپانونو شونتیا لیدل کیږي؛ ځکه سیمه د خرابې هوا د پرلهپسې څپو له ګواښ سره مخ ده.
ایلینوی سږ کال د بړبړوکو له ګڼو پېښو سره مخ شوې ده. د روان کال له پیل راپدېخوا په دې ایالت کې له ۲۰۰ څخه د ډېرو بړبړوکو راپور ورکړ شوی، چې د دې ایالت د تېر کلني ریکارډ څخه ډېر دی او ایلینوی په یوه کال کې د بړبړوکو د ثبت له ملي ریکارډ سره نږدې کوي.
د هوا وروستۍ پېښې په ۲۰۲۶ز.کال کې د امریکا د سختې هوا د پرلهپسې څپو د پراخې لړۍ یوه برخه ده. د کال په لومړیو کې مرکزي او منځني لویدیځ ایالتونه د بړبړوکو له سترو څپو سره مخ شول او له دښتو او جنوبي سیمو څخه تر منځني لویدیځ پورې پرلهپسې سېلابونو او سختو تندرونو ګڼې سیمې زیانمنې کړې دي.
بېړنیو چارو چارواکو له خلکو غوښتي، چې له سېلابځپلو لارو او اوبو څخه ډډه وکړي، د تخلیې امرونه عملي کړي او د نورو خبرداریو په اړه هوښیار واوسي. په ډېرو سیمو کې اوسنی ګواښ یوازې توپانونه نهدي، بلکې د سیندونو د اوبو لوړېدل، ناثابتې ودانۍ، د برېښنا پرې شوي مزي او د برښنا اوږدمهاله پرېکېدا هم جدي خطرونه دي.
ویل کیږي، چې د منځني لویدیځ په ځینو سیمو کې د نورو بارانونو د شونتیا له کبله ښايي په تر ټولو سختو زیانمنو سیمو کې د بیارغونې چارې څو ورځې او یا ان څو اوونۍ وخت ونیسي.