سیمه ییز خبرونه

د امریکا نوي ځانگړي استازي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له حامد کرزي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي فیلدمن تېر ماښام په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.

فیدمن د انتخاباتو په بهیر کې د وروستیو پرمختگونو، رای شمېرنې او تفتیش په اړه ولسمشر حامد کرزي ته معلومات ورکړل.

خبر پاڼه زیاتوي، چې ولسمشر حامد کرزي هم د انتخاباتو پروسې د ژر بشپړیدو غوښتنه وکړه، چې افغانان نوی ولسمشر او حکومت ولري.

ولیسمشر وویل، چې ملیونونو افغانانو په انتخاباتو کې گډون وکړ او هغوی غواړي، چې انتخابات ژر تر ژره نتیجه ورکړي او د هېواد چارې په سم ډول اداره شي.

فیلدمن د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني ځانگړي استازي جیمزدابینر په ځای ټاکل شوی دی.

Trending

Exit mobile version