Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا هوايي ځواکونو په هلمند کې پر طالبانو بریدونه کړي

خپور شوی

د

امریکایي ځواکونو له تېرو څو ورځو راپدیخوا د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې د طالبانو پر وړاندې یو لړ هوایي بریدونه ترسره کړي؛ ځکه، چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

یوه امریکایي چارواکي د چارشنبی پر ورځ ناوخته امریکا غږ ته څرګنده کړې، چی امریکایي ځواکونه په افغانستان کې له ځنډ پرته د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه کوي.

دغه هوايي بریدونه له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ د پرلپسې پر بنسټ ترسره کیږي.

یوه امریکايي چاراکي، چې نوم یې ندي اخیستل شوی امریکا غږ ته ویلي، چې امریکايي ځواکونو پر طالبانو دا هوايي بریدونه له افغان پوځ څخه د ملاتړ پر موخه ترسره کړي دي.

هغه د عملیاتي امنیت اړتیا ته په نغوته کې د نورو جزئیاتو له شریکولو ډډه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي یوې ناستې ته څرګنده کړې، چې امریکايي سرتېري له افغانستان څخه د وتلو پر مهال کوښښ کوي، چې د جګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، چې اوس هم په افغانستان کې امریکایي قومندانان د واک و ځواک لرونکي دي.

د امریکا دغه هوایي بریدونه د هلمند د پلازمېنې لښکرګاه شاوخوا پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې پیل شوي او له یوې اوونۍ راپدیخوا روان ساتل شوي دي.

د سې شنبې پر ورځ یو شمېر داسې راپورونه خپاره شول، چې ښیي د ښار پّ څنډو کې له زر ډېرې کورنۍ د روانې سختې جګړې له کبله له خپلو کورونو تښتیدلي دي.

د افغانستان بې پولې ډاکټرانو د سې شنبې د ورځې د یو لړ ټویټونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د لښکرګاه ښار په شاوخوا سیمو کې جګړې زور اخیستی او تاوتریخوالی هم د پام وړ ډېر شوی دی.

د هلمند ولایت د بست روغتون د بې پولې ډاکټرانو د پروژې د همغږۍ مشرې سارا الیهي ویلي: زمونږ طبي ډلو د می پر درېیمې او څلورمې د جګړې د ۵۳ ټپیانو درملنه کړې.

د هغې د څرګندونو له مخې، په بیړنۍ خونه او عملیاتي خونو کې د ایم ایس ایف ډلو د جګړې په ډګرونو کې له ټپي شویو ټپیانو درملنه کړې ده.

ناروغانو او کارمندانو مونږ ته ویلي، چې ښاري خدمتونو ته د لاسرسي ټولې لارې بندې دي. روغتون ته د ماشومانو او امیندوارو میرمنو راتګ هم په ټپه درېدلی دی.

یوه نرسې له خپلې کورنۍ سره له لومړۍ لیکې څخه په وتلو کې مرسته کړې او وایي: ډېرې ډزې وې؛ ګولۍ زمونږ کور ته راغلې. خلک ډارېدل، پې لوڅې، له حجاب پرته او بې هڅه یې منډې وهلې.

یوه سیمه ییز حکومتي چارواکي د چارشنبه پر ورځ آزادي راډیو ته ویلي، چې د امریکا هوایي بریدونو د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره ااړین دي.

عتيق الله نومي يوه چارواکي ويلي: ډېر بد بمبارد و؛ ما په تېرو څو کلونو کې هیڅکله دا ډول بمبارد نه و لیدلې.

د افغانستان حکومتي ځواکونه د غزني او بغلان په ګډون د هېواد په نورو برخو کې هم له سخت مخالفت سره مخ دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت له دې مخکې ویلي وه، چې نړیوال پوځونه د جګړې له ډګره بهر شوي او افغان پوځ د بهرنیو سرتېرو له ملاتړ پرته عملیات کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ځواکونو او ناټو د تېرې شنبې پر ورځ ( د می لومړۍ) په رسمي بڼه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړ، چې د سپټمبر پر ۱۱ به بشپړ شي.

تازه خبرونه

په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

Published

on

نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.

مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.

د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.

ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زنده‌جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور

دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوچستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.

Published

on

 

د «پارسیا نیوز» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې په بلوڅستان کې د حکومت د ملاتړ وړ وسله‌والې ډلې د خپلو امنیتي موخو د پرمخ وړلو او د بلوڅ وسله‌والو مخالفانو پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم په دغو ډلو کې جذب شوي دي.

دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوڅستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.

د دې څېړنې له مخې: دغه ډلې د نیابتي ځواکونو پر بڼه فعالیت کوي او پاکستان ته اجازه ورکوي؛ د امنیتي عملیاتو او پاڅونونو پر وړاندې د مبارزې یوه برخه د هغو وسله‌والو ډلو له لارې ترسره کړي، چې په رسمي ډول د دولت د جوړښت برخه نه‌دي.

«پارسیا نیوز» ادعا کړې: د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ووتل؛ هم له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.

د راپور له مخې، دغه کسان د پوځي روزنې، جګړه‌ییزې تجربې او په سرحدي عملیاتو کې د بلدتیا له کبله د دغو شبکو لپاره ارزښتناک ځواک بلل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو کارول کولی شي د پاکستان ملاتړ وړ وسله‌والو ډلو ته دا زمینه برابره کړي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر له رسمي زیاتولو پرته، په خپلو عملیاتو کې له تجربه‌لرونکو کسانو ګټه واخلي.

دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدا اصلي لامل مالي اړتیا او د ژوند د دوام لپاره د یوې لارې موندل دي؛ ځکه، چې دغه کسان د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې له ګډون سره لېوالتیا نه‌لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.

Published

on

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د سرغړونو او اداري نیمګړتیاوو له کبله د اووه خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره وځنډول او د دوه نورو پوهنتونونو د فعالیت جوازونه یې لغوه کړل.

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په نهه خصوصي پوهنتونونو کې له څو ځله خبرداریو او د ستونزو د اواري له سپارښتنو سره – سره ستونزې موندل شوې دي.

یاد وزارت ویلي، د رهبرۍ شورا له لوري ټاکل شوې کمیټې د دغو پوهنتونونو فعالیتونه بیا ارزولي او د فعالیتونو د ځنډولو او جوازونو د لغوه کولو سپارښتنه یې کړې، چې وروسته د شورا له‌خوا تصویب شوې ده.

هغه اووه پوهنتونونه، چې فعالیتونه یې د یوه کال لپاره ځنډول شوي؛ په جوزجان کې برلاس، په بلخ کې  راه سعادت او ترکستان، په بدخشان کې  ازهر او برنا، په فاریاب کې رشاد او په کابل کې پیام پوهنتونونه دي.

د کندوز کهندوز او د تخار خانه دانش پوهنتونونو د فعالیت جوازونه هم لغوه شوي دي.

دغه راز د دغو پرېکړو لپاره د بېلابېلو سرغړونو یادونه شوې، چې په کې د مناسبو علمي او اداري مسوولینو، لکه د پوهنتون د رییس، علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال او د پوهنځیو د رییسانو نشتوالی شامل دي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، چې په ځینو پوهنتونونو کې«خیالي محصلان» شامل ول، چې په نوملړونو کې د شامل محصلانو او په ټولګیو کې د حاضرېدونکو په توګه ثبت شوي وه؛ خو ټولګیو ته نه حاضرېدل.

له نورو سرغړونو څخه د سمسټر په لومړیو ۱۰ اوونیو کې د ټولګیو د حاضریو د ثبت نشتوالی او هغو محصلانو ته د وروستیو آزموینو اجازه ورکول شامل دي، چې د کمې حاضرۍ له کبله یې زده‌کړو ته د دوام اجازه نه‌درلوده.

د وزارت د څرګندونو له مخې، دغو زده‌کړیالانو(محصلانو) ته نمرې ورکړ شوي او لوړو سمسټرونو ته د تګ اجازه هم ورکړ شوې ده.

وزارت دا هم ویلي، ځینې پوهنتونونه د عملي زده‌کړو لپاره اړین لابراتوارونه، وسایل او توکي هم نه‌لري او هغه درسي نصاب نه تدریسوي، چې وزارت تصویب کړی دی.

په طبي پوهنځیو کې، چې د زده‌کړو ډېره برخه یې باید په روغتونونو کې عملي شي، پلټونکو د خپلو لیدنو پر مهال په روغتونونو کې هیڅ زده‌کړیال نه‌دی موندلی.

وزارت همدارنګه ادعا کړې، چې د هغو دوه پوهنتونونو د حاضریو په پاڼو کې لاس‌وهنه شوې، چې جوازونه یې لغوه شوي دي. دغه راز ځینې زده‌کړیالان، چې د ټول سمسټر په اوږدو کې ټولګیو ته  حاضر شوي نه‌ول؛ د حاضریو په بدلو شویو پاڼو کې حاضر ثبت شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117