ساینس او ​​ټیکنالوژي

د امریکا هوایي شرکت پر الوتکو د انټرنیټ د پېنځم نسل له اغېزو خبرداری ورکړ

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۹, ۱۴۰۰

د رویټرز د راپور له مخې؛ یونایټیډ هوایي شرکت اعلان کړی، چې په امریکا کې د انټرنیټ د پېنځم نسل اوسنۍ طرحې به په کال کې پر شاوخوا ۱.۲۵ میلیون مسافرو او لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ الوتنو منفي اغېزه وکړي.

یاد شرکت له ولسمشر جو بایډن غوښتي، چې پدې اړه ډاډمن ګامونه پورته کړي.

د راپور له مخې؛ دغه هوایي شرکت خبرداری ورکړی، چې د انټرنیټ د پېنځم نسل اغېزې کولی شي اړین او خوندي سیسټمونه له خطر سره مخ کړي او د مسافرینو او کارګو الوتنو د ځنډ و خنډ لامل شي.

له همدې کبله د امریکا هوایي شرکتونو ویلي، چې د کلیدي هوایي ډګرونو شاوخوا ته باید د انټرنیټ د پېنځم نسل نصبول وځنډول شي.

یونایټیډ هوایي شرکت څرګنده کړې، چې اوسني مقررات به په لویو ښارونو لکه هوسټون، نیویارک، لاس انجلس، سان فرانسیسکو او شیکاګو کې پر ۷۸۷، ۷۷۷، ۷۳۷  او سیمه یزو الوتکو د پام وړ محدودیتونه وضع کړي.

Trending

Exit mobile version