تازه خبرونه

د امریکا ولسي جرګه یو ځل بیا له افغانستان څخه د نامنظمو وتلو په اړه غونډه کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۲)

له افغانستان څخه د امریکا نامنظم وتل، چې ستراتیژیکه ماته هم یادیږي او د امریکا په ولسي جرګه کې پرې څو ځلي بحثونه او خبرې شوي؛ خو د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې خبرورکړی، چې په دې اړه به راتلونکې غونډه د دوه متقاعدو جنرالانو په شتون کې جوړه شي.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د سې‌شنبې پر ورځ ( د کب پېنځلسمه ) په ډاګه کړې، چې ستراتیژیکه ناکامي: د بایډن شاتګ، امریکایي جنرالان او د طالبانو واکمني» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې د مارچ پر نولسمه جوړه شي.

د امریکا د پوځ ستر درستیز جنرال مارک میلي او د CENTCOM پخوانی قومندان کنت فرانک مک‌کنزي دوه هغه متقاعد جنرالان دي، چې د مارچ د نولسمې په غونډه کې به له افغانستان څخه د امریکا د نامنظم وتلو په اړه څرګندونې وکړي.

د دې کميټې پخوانۍ غونډه د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي او د ډيپلوماټ زلمي خليلزاد په شتون کې جوړه شوې وه.

د امریکا ځواکونه د نړیوال ائتلاف پر مشرۍ په ۲۰۲۰ ز. کال کې د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته له افغانستان وتل پیل کړل؛ خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پېنځلسمې څخه د همدې میاشتې تر پایه دغه بهیر په داسې حال کې ګړندی شو، چې دوی یې بې‌نظمي او ګډوډي بیانوي.

Trending

Exit mobile version