نړۍ

د امریکا په مرکز کې میلیونونه خلک له واورې، بارانونو او سیلابونو سره مخ شوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۴۰۱)

د دوشنبې پر ورځ د امریکا د مرکز په اړوند سیمو کې یو لوی ژمنی توپان رامنځته شوی او په میلیونونه خلک یې پر درندو واورو، یخ، باران او سیلابونو ګواښلي دي.

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په دې اوونۍ کې به د دې هېواد د مرکزي سیمو ډېر خلک د هوا له حالاتو اغېزمن شي.

د آیداهو خلکو ته، چې په ویسکانسین او لویزیانا کې پراته دي ان تر سویل پورې ترې اغېزمن شوي او خبرداری ورکړ شوی، چې په شمال کې واورې او توپان ته او په سویل کې سېلابونو ته چمتوالی ونیول شي.

اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې د سې شنبې تر ورځې به تکزاس او شمالي لوزیانا سختې وریځې، بادونه او طوفانونه وځپي.

د وړاندوینو له مخې، توپان به د روانې اوونۍ په وروستیو کې سویل ختیځ فلوریدا ته هم وغزول شي.

د میریلیند د ملي مرکز په کالج پارک کې د هواپېژندنې ملي ادارې هوا پوه مارک چنارد ویلي؛ دا به یوه بوخته اوونۍ وي او دغه د هوا حالات به په ټول هېواد کې روان وي.

د دوشنبې پر ورځ په لویدیځ داکوتای کې چارواکو د اړوند سیمو اوسیدونکیو ته ویلي، چې له ۱۵ سانتي مترو څخه ډېرې واورې لپاره چمتووالی ونیسئ. خپل راشبېلونه په لاسونو کې ونیسئ، خپل خوراکي توکي ترلاسه کړئ او نور اړین توکي چیک کړئ؛ پر سړکونو به تګ راتګ سخت وي.

د دوشنبې پر ورځ د مونتانا له سویل څخه کلورادو ته د راکي غرونو په لمنو کې پرتې سیمې د واورې تر خبردارۍ لاندې وې او د هوا پېژندنې ادارې څرګنده کړې، چې د لویدیځ سویل داکوتا او شمال لویدیځ نیبراسکا په ځینو برخو کې هم تر ۶۱ سانتي مترو پورې واوره ممکنه ده. دغه راز د ختیځو سیمو په پراخو ډګرونو کې د یخ او واورې تمه کیږي.

Trending

Exit mobile version