نړۍ

د امریکا په مریلند ایالت کې له یوه وسلوال بریده ۳۰ امریکایي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۴۰۲)

د امریکا پولیسو په ډاګه کړې؛ د یکشنبې پر سهار د مریلند ایالت د بالتیمور ښار اړوند په یوه ډلهییز برید کې دوه کسان ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شوي، چې نیمايي یې ماشومان دي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ چارواکو د دغه وسلوال تاوتریخوالي د انګېزې په اړه، چې د سویلي بالتیمور په بروکلین هومز سیمه کې رامنځته شوې؛ څه نه‌دي ویلي.

په ډزو کې دوه کسال وژل شوي، چې یوه ۱۸ کلنه ښځه او یو بل ۲۰ کلن سړی دی.

د بالتیمور د پولیسو د څانګې چارسمبالی ریچارد ورلي ویلي؛ دوی اوس هم د قربانیانو د عمرونو د تائید هڅې کوي؛ خو له ۲۸ ټپي کسانو څخه شاوخوا ۱۴ یې له ۱۸ کلونو لږ عمر لري.

ریچارد ورلي وای: پولیس د څو شکمنو کسانو په لټه کې دي او له خلکو یې وغوښتل، چې د مرستې لپاره دې پلټونکیو ته د عاملینو د پېژندلو په اړه که موندنې یا ویدیوي معلومات لري؛ وړاندې کړي.

نوموړي ویلي: مونږ ډاډه یوو، چې په دې برید کې له یوه څخه ډېر کسان ښکېل ول. مونږ نه پوهیږو، چې د شکمنو کسانو شمېر څومره دی.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د بروکلین د ورځې په دې ننداره کې سلګونه خلکو ګډون کړی و، چې په کې اسپ ځغلونه، نڅا او څښاک توکي هم ول.

Trending

Exit mobile version