تازه خبرونه

د امریکا په ګډون له لویدیځو هېوادونو سره په تماس کې یوو

د چارشنبې پر ورځ( د زمري لومړۍ ) په کابل کې بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د تېر کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو پر مهال زیاته کړې: مونږ له امریکایي ډیپلوماټانو سره اړیکه لرو. په دوحه او واشنګټن کې، چې ټول هېوادونه په کې ښکېل دي؛ د قونسلي خدماتو په اړه ورسره مستقیم او دوه اړخیز بحثونه شوي دي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ويلي، چې په راتلونکي کې د سیمې د هېوادونو له لوري د اسلامي امارت د پېژندلو پر هڅو  راڅرخېدا روانه ساتو؛ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو میکانیزمونو پربنسټ مو له لویدیځو هېوادونو سره عملي همکارۍ پیل کړي او د نورو ډیپلوماټیکو ماموریتونو د فعالولو هڅې روانې دي.

د چارشنبې پر ورځ( د زمري لومړۍ ) په کابل کې بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د تېر کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو پر مهال زیاته کړې: مونږ له امریکایي ډیپلوماټانو سره اړیکه لرو. په دوحه او واشنګټن کې، چې ټول هېوادونه په کې ښکېل دي؛ د قونسلي خدماتو په اړه ورسره مستقیم او دوه اړخیز بحثونه شوي دي.

امیر خان متقي ټینګار کړی، چې قزاقستان به ډېر ژر د اسلامي امارت سفیر ومني. په تېر کال کې د اسلامي امارت ډیپلوماټان جرمني، ناروې، هند او انډونیزیا ته لیږل شوي دي.

د امریکا د جایزو له نوملړه د اسلامي امارت د ځینو مشرانو د نومونو لرې کول، په روسیه، ترکیه او پاکستان کې د سفیرانو پر کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول او په قزاقستان کې د اسلامي امارت د سفیر منل د واکمن نظام لاسته راوړنې ګڼل کیږي.

له بلې خوا ټاکل شوې؛ راتلونکې اوونۍ امیرخان متقي پاکستان ته سفر وکړي او له چارواکو سره به یې پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزیو مسلو خبرې وکړي.

هغه ویلي: “مونږ د اګست په لومړۍ اوونۍ کې پاکستان ته سفر کوو او په دې سفر کې به پر سیاسي او اقتصادي مسلو سربیره د نورو اړوند مسلو په اړه هم بحث وکړو.”

په دې خبري مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي؛ تېر کال له ۱۷۶ هېوادونو څخه نږدې ۲۵۰ زره بهرنیو وګړو ته ویزې ورکړ شوي، چې د تېرو کلونو پر پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې نیوکې هسې بانې ګڼلي او وایي، چې په هېواد کې بشري حقونه تضمین او ډاډمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version