سیمه ییز خبرونه
د امریکا پوځ اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي پر غوراویو غور کوي
د رویټرز د مایکل اریک کوریلا د څرګندونو له مخې ویلي؛ د سېشنبې پر ورځ( د غبرګولي یوویشتمه) د آلاباما ایالت د جمهوري غوښتونکي او د امریکا د استازو جرګې د وسلوالې کمیټې رییس مایک راجرز د استماع کمیټې په ناسته کې تائید کړه؛ سنټکام چمتو دی، چې د ټرمپ پر امر د ایران پر وړاندې “پرېکنده پوځي برید وکړي.
د امریکا د مرکزي قومندې سنټکام قوماندان او جنرال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په نغوته (اشاره ) کې ویلي، چې د اټومي خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې یې د ایران پر وړاندې ټرمپ او د امریکا دفاع وزیر ته “یو لړ پوځي غوراوي” وړاندې کړي دي.
د رویټرز د مایکل اریک کوریلا د څرګندونو له مخې ویلي؛ د سېشنبې پر ورځ( د غبرګولي یوویشتمه) د آلاباما ایالت د جمهوري غوښتونکي او د امریکا د استازو جرګې د وسلوالې کمیټې رییس مایک راجرز د استماع کمیټې په ناسته کې تائید کړه؛ سنټکام چمتو دی، چې د ټرمپ پر امر د ایران پر وړاندې “پرېکنده پوځي برید وکړي.
کوریلا ویلي، چې که اسرائیل پر ایران برید وکړي؛ نو په سیمه کې د امریکایي ځواکونو شتون به هم له شوني خطر سره مخ شي.
د سنټکام قومندان پر ایران د اسرائیلو د برید په صورت کې د سینټکام د ځواکونو د چمتووالي په اړه وویل: ” وضعیت او د خطر کچه هره ورځ ارزول کیږي او د هغې پر بنسټ مونږ بدلونونه راوړو او نوي تجهیزات او سیسټمونه ځای پر ځای کوو.”
ویل کیږي؛ ایران د دوشنبې پر ورځ د امریکا د وړاندیز په ځواب کې د اټومي تړون لپاره امریکا ته متقابل وړاندیز کوي. په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ خبرې اترې به دوام ومومي.