بی بی سی پښتو
د امریکا ځانګړي استازي د” ښځو حقونو” برخه کې طالبانو مشر د امر هرکلی کړی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ”ښځو حقونو ” برخه کې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده د امر هرکلی کړی، خو په وینا یې دې برخه کې لا هم باید ډېر څه وشي.
ښاغلي وېسټ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي د هغه پيغام هرکلی کوي چې ښځو ته د نکاح پر وخت د رضایت حق ورکړل شي، او دا چې ”له چا سره واده کول غواړي. ”
نوموړی زیاتوي، ”د دې تر څنګ په افغان ټولنه کې ښځو ته د زدکړو، کار، سیاست او رسنیو برخو کې د حق ورکولو لړ کې لا هم ډېر څه کولو ته اړتیا ده. ”
https://twitter.com/US4AfghanPeace/status/1466910724597366785
پرون د افغان طالبانو مشر هبته الله اخوندزاده په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان صادر کړ، چې پکې د ښځو اړوند ځینو شرعي او حقوقي مسایلو یادونه شوې ده.
په دې فرمان کې د نکاح پر وخت د ښځې یا نجلۍ رضایت، ټولنه کې د ښځو په اړه ناسم ذهنیت (ښځه مال ګڼل)، د کونډو ښځو شرعي حقونو او دویمې نکاح، د ښځو د مهر حق او د یو کس لخوا د خپلو مېرمنو ترمنځ پر عدل خبرې شوې دي.
خو په فرمان کې د ښځو د کار کولو حق او یا هم د نجونو او ښځو د زدکړو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې. دا هغه مهم او ناندریز ټکي دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ډلې پرې ټینګار کوي.
دا مهال افغانستان کې ګڼې مسلکي او هغه ښځې چې پخوا یې دندې درلودې، په کورونو ناستې دي. همدا راز له ځینو ولایتونو پرته په ټول هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې هم دا مهال ښوونځیو ته نشي تللی.
طالبان ټینګار کوي چې د ‘مناسبو شرایطو’ برابرېدو وروسته به تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
د طالبانو مشر د حج او اوقافو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، سترې محکمې او خپلو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د دې حکم د پلي کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.
بل لور د بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو حقونو څانګې مشرې هیتربار د طالبانو مشر نوي فرمان ته غبرګون کې وايي، ”دلته ځیني ښه څېزونه شته، خو عملي کېدل یې ګران ښکاري. د دې لپاره چې، لومړی: طالبان د هغو ښځو ملاتړ نه کوي، چې نارینه ننګوي، دویم: د ښځو چارو وزرات او له ښځو سره د زور زیاتي مخنیوي لپاره دوه اجرايي میکانیزمونه وو، چې طالبانو دواړه له منځه وړي دي. ”
نوموړې زیاتوي، ”د ښځو حقونه یوازې تر واده پورې محدود نه دي، د کار، زدکړو او نورو حقونو په هکله څنګه؟ ”
https://twitter.com/heatherbarr1/status/1466710291589132289
د ښځو د کار حق او همدا راز د ښځو او نجونو د زدکړې حق دا مهال د طالبانو حکومت پر ضد په کور دننه او پر نړیوال دریځ د نیوکو او اعتراضونو لامل شوي دي.
په تېرو څه باندې درې میاشتو کې پلازمېنه کابل کې څو څو ځله ښځې په کوچنیو ډلو کې راوتلي او د کار او زدکړو حق غوښتنه یې کړې ده.
بل لور ته نړیواله ټولنې هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو بدل کې دې ډلې ته یو شمېر شرطونه ایښي دي، چې پکې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو موضوع اساسي بلل کېږي.
ملګرو ملتونو هم ویلي، طالبان د دې سازمان مرستو ته اړتیا لري، خو په بدل کې یې باید ځینې شرطونه ومني، چې پکې د بشري حقونو، او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو یادونه کېږي.
خو طالبان ټینګار کوي چې د عامې روغتیا او ځینو نورو برخو په ګډون یو شمېر دولتي ادارو کې ښخې وار د مخه خپلو دندو ته ستنې شوې دي.
د منځنۍ دورې او لیسې په کچه د نجونو د زدکړو په اړه طالبان وایي، د دې چارې لپاره به لومړی په هېواد کې مناسب شرایط برابر شي.