سیمه ییز خبرونه

د امنيتي تړون په لاسليكولو كې ځنډ د افغانانو پرېكړو ته سپكاوى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مدنې ټولنې او بشري حقونو شبكه وايي، له امريكا سره د امنيتي تړون په لاسليكولو كې ځنډ د افغانانو پرېكړو ته سپكاوى دى او همدارنګه زیاتوي، چې افغانستان تر راتلونكو لسو كلونو پورې بهرنيو مرستو ته اړتيا لري، چې له نړۍ او ځانګړې توګه امريكا سره متحد پاتې شي.

له امريكا سره د افغانستان د امنيتي تړون نه لاسليكېدل يوه داسې موضوع ګرځېدلې، چې د ټولنې ډېر غړي پرې تاوده بحثونه كوي.

دا ځل دا دی د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبكې مشر نعیم نظري په دې اړه خپله اندېښنه ښيي او وايي:

كه ولسمشر حامد كرزى په دې اړه له امريكا سره خپلو چڼو ته دوام وركړي نو د افغانستان د خلكو برخليك به لس كاله مخكې ته ستون شي.

دغه بنسټ ادعا كوي، چې د افغانستان ډېر خلك د افغانستان او امريكا د امنيتي تړون د لاسليك ملاتړ كوي.

له بلې خوا يو شمېر ښځې اندېښمنې دي، چې كه له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نه شي د ښځو په برخه كې به د ښځو د لسو كلونو لاس ته راوړنې له منځه لاړې شي.

له امريكا سره امنيتي تړون په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د حضور څرنګوالى او د پوځي هډو شتون شمېر ټاكي.

تمه وه، چې دا سند له مشورتي جرګې وروسته لاسليك شي، خو كله چې دغې جرګې په دې اړه امريكا ته نوي شرطونه كېښودل ولسمشر حامد كرزي يې لاسليكول وځنډول.

Trending

Exit mobile version