سیمه ییز خبرونه

د امنيتي مسووليتونو په پرتله د اقتصادي مسووليتونو ليږد مهم دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ترهغې، چې دولت د كورنيو توليداتو ملاتړ ونه كړي؛ په افغانستان كې به د پانگونې وده تل له ستونزو سره مخ وي.

د سوداگرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينواري د دغه مطلب له څرگندولو سره ټينگار وكړ، چې:

تر۲۰۱۴ز. كال پورې د اقتصادي مسووليتونو ليږدول د امنيتي مسووليتونو د ليږدولو په پرتله مهم دي.

نوموړى وايي:

دولت له خصوصي سكتورسره يو ځاى هڅه كوي، چې له ۲۰۱۴ ز. كال وروسته رامنځته كيدونكې اقتصادي تشه له منځه يوسي.

په همدې وخت كې د صادراتو د پراختيا ادارې د صادراتو د ستونزو د حل په موخه له يوشمېرحكومتي چارواكو اوسوداگرو سره د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ۶) په كابل كې غونډه وكړه.

د مركزي احصايې ادارې د شمېرنې له مخې د روان كال په لومړيو شپږ مياشتو كې د افغانستان سوداگريز بيلانس په سلو كې له منفي ۹۵ څخه لوړ ښودل شوى دى.

Trending

Exit mobile version