سیمه ییز خبرونه
د امنیتي تړون ځنډول به د امريكا لپاره د حضور د پلان چارې ناممكنې كړي
د امريكا او كاناډا دفاع وزيران د كابل او واشنګټن تر مېنځ په امنيتي تړون كې د ځنډ له امله اندېښنه وښوده. د امريكا د دفاع وزير د هالفياكس په نړيواله امنيتي غونډه كې وويل، امنيتي تړون وړاندې له دې، چې د امريكا ولسمشر په افغانستان كې د ځواكونو د پاته كېدو وړانديز كوي بايد لاسليك او د افغانستان د پارلمان لخوا تصويب شي.
كابل لا په مشورتي لويه جرګې د امنيتي تړون په باب بحثونه كوي، خو واشنګټن بيا د دغه تړون لاسليك ته بېړه لري.
د امريكا د دفاع وزير چك هيګل او د هغه كاناډايې سيال په واشنګټن كې د هاليفاكس په امنيتي غونډه كې وويلي، د امنيتي تړون له لاسليك څخه پرته د امريكا او د هغه د ملاتړو له ۲۰۱۴ كال وروسته د خپلو سرتېرو د ماموريت لپاره پلان جوړونه ګرانه خبره ده.
امريكايي چارواكو ويلي، چې افغان سرتېري د دې لپاره، چې له وسله والو سره مبارزه وكولاى شي درې يا څلورو كلونو روزنې ته اړتيا لري.
كاناډا هم د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې او ملاتړ په موخه هر كال د سل ميليونو ډالرو د مرستي ژمنه كړې ده، د كاناډا د دفاع وزير راب نيكلسون ويلي، چې د افغان ولسمشر حامد كرزي او د امريكايي چارواكو تر مېنځ د امنيتي تړون په باب د خبرو له امله اندېښنه لري.
نوموړي زیاته کړه، د هغه څه په باب، چې په افغانستان كې را مېنځ ته كېږي هم ليواله يو او هم اندېښمن يو، مونږ په افغانستان كې تحولاتو ته په داسې حال كې ځېر يو، چې د امنيتي تړون په باب مو دوه اړخيزې خبرې هم په پام كې نيولې دي.
په همدې حال كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار كړي هر څومره ژر، چي كېږي بايد د افغانستان او امريكا تر مېنځ امنيت تړون لاسليك شي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويانده جنيفرساكي وایي، پكار ده مونږ دوه اړخيز امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليك كړو، په بېلابېلو دليلونو د دغه تړون د لاسليك ځنډ د منلو وړ نه دی، دغه كار به له ۲۰۱۴ كال وروسته د امريكا او د هغه د ملاتړو لپاره د حضور د پلان چارې ناممكنې كړي.
سپينې ماڼې له دې وړاندې د روان ميلادي كال پاى د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون لاسليك او تصويب د پاره وروستى نېټه ټاكلې وه، چې د افغانستان د ولسمشرۍ له خوا دغه نېټه رد شوې وه.