سوداگري
د ام ډي چورلکو شرکت له افغان هوایي ځواکه د ملاتړ لپاره دوه تړونونه کړي
د ام ډي چورلکو امریکایي شرکت څرګنده کړې، چې د امریکا اردو له افغان هوایي ځواک سره د مرستې لپاره د ۴۳.۹ میلیون ډالرو پر ارزښت نوی قرارداد ترلاسه کړی.
د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ په لومړی تړون کې، چې د شپږ میاشتو له غځولو سره د ۱۴.۵ میلیون ډالرو پر ارزښت دی؛ د پروګرام مدیریت، لوژیستیکي خدمات، توکي او له لرې واټنه د افغان کاروانونو ملاتړ د ټینګار وړ ګرځېدلی دی.
د ایم ډي هیلي کاپټرو شرکت څرګنده کړې، چې دا پروګرام به د امریکا په میسا او آریزونا، په کابل او متحده اماراتو کې پلي شي.
د امریکا اردو د روان کال می پر ۲۸ له دې شرکت سره دغه تړون لاسلیک کړی دی.
دوه یم تړون د ۲۹.۴ میلیون ډالرو پر ارزښت د چورلکو د اصلي پرزو د ترمیم او جوړولو لپاره لاسلیک شوی دی.
د تړون پر بنسټ به د آم ډي چورلکو شرکت به د افغان هوایي ځواک چورلکې جوړوي.
د دغه شرکت مرستیال په دې اړه ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته به له افغان هوایي ځواکه ملاتړ روان وساتل شي او دا به له ثبات رامنځته کولو سره مرسته وکړي.
په اعلامیه کې راغلي: دا (قراردادونه) ښیي، چې زمونږ حکومت او افغان هوایي ځواک ام ډي ۵۳۰ اف چورلکو ته ارزښت ورکوي. دا د ویاړ ځای دی، چې حکومت او متحدینو ته د لوړې کچې ملاتړ وړاندې کوو.
ام ډي ۵۳۰ اف چورلکې د چټک، ځواکمن، ډاډمن او ګړندي بریدونو وړتیا لري.