نړۍ
د اندونیزیا په زلزله کې د قربانیانو شمېر ۳۱۰ کسانو ته ورسید
د اندونیزیا له ناورین سره د مبارزې ملي ادارې د جمعې پر ورځ ویلي: د روانې اوونۍ د مرګونې زلزلې له کبله، چې جاوا جزیره یې ولړزوله؛ د مړه شویو کسانو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی دی.
د دوشنبې د ورځې زلزلې او ځمکې ښویېدنې د خلکو د کورونو چتونه او دیوالونه راونړول او قربانیان یې د ځمکې په پلابېلو برخو کې تر خاورو لاندې کړل.
د یادې ادارې مشر سوهاریانتو، چې د یوه نوم لرونکی دی؛ ویل، چې د لویدیځ جاوا په سیانجور ښارګوټي کې ۲۴ کسان اوس هم ورک دي.
د چارشنبې پر ورځ آزکار نومی یو شپږ کلن ماشوم له کنډواله شوي کور له خاورو دوه ورځې وروسته ژوندی وژغورل شو.
سختو بارانو او د احتمالي مرګونې زلزلې ټکانونو د ژغورنې هڅې له خنډ او خنډ سره مخ کړې دي.
د ملي لټون او ژغورنې ادارې مشر هانري الفیندي آر تي اي خبري څانګې ته ویلي: ستونزې له بې ثباته خاورې، د ځمکې ښویېدنې د ډنډونو او د پرلپسې بارانونو او ټکانونو له کبله رامنځته شوي او د نورو زلزلو د رامنځته کېدو اندېښنې یې راپارولي دي.
هغه ویلي، چې د لټون او ژغورنې هڅو لپاره بېړنی وخت به د دوشنبې تر ورځې روان وساتو او چارواکي به دا ارزونه هم وکړي؛ که ټول ورک شوي کسان ونه موندل شي، نو پلټنه به وغزول شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، په زلزله کې ډېري مړه شوي او زیانمن هغه ماشومان دي، چې ځینې یې د ښوونځي په ټولګیو کې ول.