نړۍ
د اندونیزیا پولیسو له افغانستان څخه قاچاق شوي دوه نیم ټنه نشه یي توکي نیولي
د انډونیزیا پولیسو ویلي؛ دوی د مخدره توکو یوه ډله قاچاق وړونکي، چې له افغانستان څخه یې دوه نیم ټنه مټ آمفټامین یا شیشه دې هېواد ته قاچاق کړې نیولي دي.
د دغو نشه یي توکو ارزښت ۸۲ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
د انډونیزیا پولیسو د دې هېواد په سوماترا ټاپو او د پلازمېنې جکارتا په آچه ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکیو پرضد یو لړ عملیات پیل کړي.
پولیسو ويلي، چې د عملیاتو په لړ کې یو شکمن قاچاقبر وژل شوی او ۱۷ نور د یو نایجریایي په ګډون نیول شوي دي.
پولیسو ویلي، چې یوشمېر نشه یي توکي د کښتۍ د خوراکي توکو په کانټینرونو او وچه کې ځای پر ځای شوي وه.
پولیسو د چار شنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې دا توکي نندارې ته وړاندې کړل.
پولیسو ويلي؛ یو شمیر شکمن کسان دمخه د مخدره توکو پر جرمونو په بند کې دي او ځینې یې پر مرګ هم محکوم شوي دي؛ خو هغه پدې اړه جزئیات ورنکړل، چې دا خلک له زندانه څنګه ښکېل پاتې شوي دي.
دا هېواد اوس په سویل ختیځه آسیا کې د نړیوال قاچاق کوونکیو لپاره د ټرانزیت پر یو پراخ مرکز بدل شوی دی.
اندونیزیا د مخدره توکو پروړاندې یو سخت قانون لري. د دې میاشتې په لومړیو کې د ایرانيانو او پاکستانیانو په ګډون یوه ډله اندونیزیا ته د ۴۰۰ کیلوګرامه شیشې د قاچاق پر تور پر مرګ محکومه شوه.
اندونیزیا په ۲۰۱۵ کال کې د مخدره توکو د قاچاق پر تور څو خپل او بهرني اتباع هم اعدام کړي دي.