Connect with us

نړۍ

د اندونیزیا پولیسو له افغانستان څخه قاچاق شوي دوه نیم ټنه نشه یي توکي نیولي

خپور شوی

د

د انډونیزیا پولیسو ویلي؛ دوی د مخدره توکو یوه ډله قاچاق وړونکي، چې له افغانستان څخه یې دوه نیم ټنه مټ آمفټامین یا شیشه دې هېواد ته قاچاق کړې نیولي دي.

د دغو نشه یي توکو ارزښت ۸۲ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

د انډونیزیا پولیسو د دې هېواد په سوماترا ټاپو او د پلازمېنې جکارتا په آچه ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکیو پرضد یو لړ عملیات پیل کړي.

پولیسو ويلي، چې د عملیاتو په لړ کې یو شکمن قاچاقبر وژل شوی او ۱۷ نور د یو نایجریایي په ګډون نیول شوي دي.

پولیسو ویلي، چې یوشمېر نشه یي توکي د کښتۍ د خوراکي توکو په کانټینرونو او وچه کې ځای پر ځای شوي وه.

پولیسو د چار شنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې دا توکي نندارې ته وړاندې کړل.

پولیسو ويلي؛ یو شمیر شکمن کسان دمخه د مخدره توکو پر جرمونو په بند کې دي  او ځینې یې پر مرګ هم محکوم شوي دي؛ خو هغه پ​​دې اړه جزئیات ورنکړل، چې دا خلک له زندانه څنګه ښکېل پاتې شوي دي.

دا هېواد اوس په سویل ختیځه آسیا کې د نړیوال قاچاق کوونکیو لپاره د ټرانزیت پر یو پراخ مرکز بدل شوی دی.

اندونیزیا د مخدره توکو پروړاندې یو سخت قانون لري. د دې میاشتې په لومړیو کې د ایرانيانو او پاکستانیانو په ګډون یوه ډله اندونیزیا ته د ۴۰۰ کیلوګرامه شیشې د قاچاق پر تور پر مرګ محکومه شوه.

اندونیزیا په ۲۰۱۵ کال کې د مخدره توکو د قاچاق پر تور څو خپل او بهرني اتباع هم اعدام کړي دي.

نړۍ

ایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

Published

on

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې، چې ایران د هغه د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه؛ خو د دې ادعا د وخت څرنګوالي او د دغه پلان د پلي کېدا د کچې په اړه یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

هغه ویلي:« ایران هڅه وکړه، چې زما یو زوی ووژني؛ له همدې کبله د امنیت ټینګول تجمل نه‌دی.»

د اسرائیلو لومړي وزیر څرګنده کړې نه‌ده، چې د هغه کوم زوی پر نښه شوی و؛ دا پېښه څه وخت شوې او د ایران ادعا شوی پلان تر کومې کچې پلي کېدا ته نږدې شوی و.

یائیر د نتانیاهو مشر زوی د امریکا په میامي ښار کې ژوند کوي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغې ادعا په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه‌و ورکړی.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې په فبرورۍ میاشت کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

نتانیاهو همداراز ویلي، چې د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې مشر ډیویډ زیني ته یې امر کړی، چې د لومړي وزیرۍ ټولو نوماندانو ته د هغوی د اړتیا وړ امنیتي تدابیر برابر کړي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ګادي آیزنکوت، چې د نتانیاهو له سیاسي سیالانو څخه دی؛ یوه هغه څېره ده، چې د اوکټوبر اووه‌ویشتمې ټاکنو ته په درشل کې یې د امنیت ټینګولو موضوع مطرح شوې ده.

Continue Reading

نړۍ

له اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې

د ناروې د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د اوکراین لپاره د ځانګړې شوې مرستې کچه به د ۲۰۲۶ز.کال له مالي مرستو سره برابره وي.

Published

on

د ناروې حکومت اعلان کړی: په ۲۰۲۷ز.مالي کال کې به له اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه، چې شاوخوا ۹.۲ میلیارډ ډالره کېږي؛ مالي مرسته وکړي.

د ناروې د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د اوکراین لپاره د ځانګړې شوې مرستې کچه به د ۲۰۲۶ز.کال له مالي مرستو سره برابره وي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټوره د یکشنبې پر ورځ د شمالي اروپا او بالټیک سیمې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره یوځای کیف ته تللی، چې له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د روسیې او اوکراین جګړه په داسې وخت کې څلور نیمو کلونو ته نږدې کېږي، چې دواړو لوریو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي او د یو بل اقتصادي بنسټیزې ودانۍ او بېخبناوې؛ ان له جګړه‌ییزو کرښو څخه په لرې سیمو کې پر نښه کوي.

Continue Reading

نړۍ

اسرائیل پر سویلي سوریې برید وکړ؛ دمشق برید وغانده

د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بې‌پیلوټه الوتکې دغه برید د پلازمېنې په لويدیځ کې د کلیوالو سیمو د بیت جِن کلي تر څېرمه پر یوه ملکي موټر شوی، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

Published

on

اسرائیل ویلي، چې د شنبې پر ورځ یې د سوریې په سویلي برخه کې یو«ترهګر» پر نښه کړی دی؛ خو د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ دا برید د دمشق په څنډه کې پر یوه ملکي موټر د بې‌پیلوټه الوتکې برید و، چې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.

د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بې‌پیلوټه الوتکې دغه برید د پلازمېنې په لويدیځ کې د کلیوالو سیمو د بیت جِن کلي تر څېرمه پر یوه ملکي موټر شوی، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د سوریې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په برید کې یو کس ټپي شوی دی.

د اسرائیل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سویلي سوریه کې یې پر هغه کس ډزې کړې، چې د دوی پر وینا«ترهګر» و او فعالیتونو یې د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې سمدستي ګواښ رامنځته کړی و؛ خو دې پوځ نه‌دي ویلي، چې برید یې پر کومه بڼه ترسره کړی دی.

پهروانه اوونۍ کې د اسرائیلو او سوریې ترمنځ ترینګلتیا له هغې وروسته زیاته شوه، چې اسرائیل د سې‌شنبې پر ورځ د سوریې د شمال لویدیځ پر یوه هوايي اډه برید وکړ. د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک دغه برید«نااړین» بللی و.

د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه برید د سوریې پر خاوره د اسرائیلو د پرله‌پسې بریدونو یوه برخه ده او د سوریې له ځمکني بشپړتیا«ښکاره سرغړونه» ده. دغه وزارت اسرائیل د دغو اقداماتو د پایلو مسوول بللی دی.

اسرائیلي ځواکونه اوس هم د سوریې په سویلي برخو کې فعالیت لري او اسرائیل د سوریې په سویل لویدیځ کې هغه سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې، چې د بشارالاسد د واکمنۍ له نسکورېدا وروسته یې د ۲۰۲۴ز.کال په ډسمبر کې ونیوله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!