تازه خبرونه

د انرژۍ او اوبو وزارت او دنمارکي بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۳, ۱۴۰۲

د انرژۍ او اوبو وزارت په افغانستان کې د دنمارک د همکارۍ بنست (DRC) له مشرې جوایس لگلش سره د اوبو د پراختیایي پروژو د پلې کولو لياره د ګډو همکاریو د هوکړه‌لیک له لاسلیکه خبر ورکړ.

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د اوبو مدیریت د ملي او نړیوالو بنسټونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې؛ د DRC بنسټ به د افغانستان د خلکو لپاره د اوبو د مدیریت او د څښاک د پاکو اوبو برابرولو په برخه کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په اړه د انرژۍ او اوبو له وزارت سره همکاري وکړي.

Trending

Exit mobile version