تازه خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په کابل کې د ترکمنستان له پلاوي سره وکتل
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي د ترکمنستان له پلاوي سره د دواړو هېوادونو د ګډو پروژو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ د نړیوالو پروژو له رییس مراد آرتیکوف سره د تاپ سیمه ییزې پروژې، د برښنا لیږد د مزي او د نورالجهاد سب ستیشن پروژو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې عبداللطیف منصور ژمنه کړې، چې د دغو پروژو په پلي کولو کې به همکاري کوي.
نوموړي ټینګار کړی؛ غوره ده، چې ژر تر ژره د درې واړو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) ترمنځ ګډه غونډه جوړه او د پلې کېدا په اړه یې همغږي رامنځته شي.
دغه راز د ترکمن پلاوي مشر مراد آرتیکوف د تاپ سیمه ییزې پروژې په اړه د درې اړخیزې ناستې د وړاندیز له تائیدولو سره ښاغلي منصور ته ډاډ ورکړ، چې د ترکمنستان هېواد له افغانستان سره د ګډو همکاریو دوام او پراخولو ته ژمن دی.
ښاغلي مراد د برښنا لېږد د مزي د پروژو د چارو د پرمختګ یادونه هم کړې او څرګندوي؛ په پام کې ده، چې په هرات ولایت کې د نورالجهاد سب ستېشن او د ۱۱۰ کیلو ولت برښنا لېږد پروژې چارې تر راتلونکي ژمي پورې بشپړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سې شنبه ( د روان لمریز کال د وږي ۲۸ نېټه ) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس میګاواته لمریزې برښنا د تولید پروژې د جوړولو چارې پرانیستې.
