تازه خبرونه
د اوبو پرلپسې غوښتنې او په رسنیو کې د ایران نامناسبې څرګندونې زیانمنې دي – اسلامي امارت
اسلامي امارت د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق په اړه د ایران د ولسمشر رییسي وروستي خبرداري ته په غبرګون کې ویلي؛ ایراني چارواکي باید لومړی د هلمند د اوبو په اړه خپل معلومات بشپړ کړي او بیا دې له مناسبو الفاظو سره خپله غوښتنه وړاندې کړي.
اسلامي امارت د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حق په اړه د دې هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي وروستي خبرداري په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه. د اسلامي امارت ویاند په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې: اسلامي امارت د هلمند د اوبو تړون ته، چې نیمه پېړۍ مخکې لاسلیک شوی، ژمن دی؛ خو د وچکالۍ له کبله کافي اوبه نشته.
په اعلاميه کې راغلي، چې د ايران لخوا د اوبو په اړه تکراري غوښتنې او په رسنيو کې نامناسبې څرګندونې زيانمنې دي.
د ایران ولسمشر سیستان او بلوچستان ولایت ته په خپل سفر کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان دې ژر تر ژره ایران ته اوبه ورخوشې کړي.
د اسلامي امارت ویاند دغه څرګندونې نامناسبې بللي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هلمند د اوبو د وېش په اړه نیمه پېړۍ وړاندې شوي تړون ته ژمن دی؛ خو د وچکالۍ له امله کافي اوبه نشته.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې په داسې يوه حالت کې د ايران لخوا د اوبو په اړه پرلپسې غوښتنې او په رسنيو کې نامناسبې څرګندونې زيانمنوونکې دي،
د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په تړاو د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون، چې نیمه پېړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې لاسلیک شوی؛ تر اوسه پخپل ځای دی. اسلامي امارت ژمن دی، چې پر شویو تعهداتو عمل وکړي. دا، چې په دې وروستیو کلونو کې افغانستان او سیمې سخته وچکالي تېره کړې؛ د اوبو سطحه ټيټه شوې ده. د هلمند د رود په ګډون زمونږ ګڼ ولایتونه او سیمې له سختې وچکالۍ کړیږي او کافي اوبه نشه. په داسې یوه حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبې څرګندونې پر زیان بولو. ایراني چارواکي دې د هلمند د اوبو په اړه لومړی خپل معلومات له قانوني لارو بشپړ کړي؛ وروسته دې بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، له دې پرته دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکې خرابولی شي.
د اسلامي امارت په اعلامیه کې دا هم راغلي: اسلامي امارت هڅه کوي، چې ژمنه شوې اوبه ایران ته ورسوي؛ خو پهدې شرط، چې په افغانستان کې د اوبو ذخیرې داسې کچې ته ورسيږي، چې په خوشې کولو سره سل کیلومتره واټن ووهي او ایران ته ورسيږي.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې په کمال خان بند کې اوبه لږ دي او که د کجکي بند اوبه هم خوشي کړ شي؛ ایران ته نهرسيږي… ایران باید ځان پر واقیعتونو پوه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د اعلامیې په اړه غبرګون ویلي او څرګندوي، چې د افغانستان په بندونو کې د اوبو د کمښت خبره سیاسي بیان نه، بلکې تخنیکي او هدفي لیدنې ته اړتیا لري.
نوموړي تویت کړی، چې په دې وروستيو مياشتو کې يې څوـ څو ځله د افغانستان د بهرنيو چارو له وزیر اميرخان متقي څخه غوښتي، چې د شوې هوکړې له مخې باید تخنيکي پلاوي ته د ليدنې او د اوبو د اندازه کولو اجازه ورکړ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وایي: په دې وروستیو میاشتو کې مې په مکرر ډول د افغانستان د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیرخان متقي څخه وغوښتل؛ د هلمند د هوکړې له مخې خپل مکلفیتونه سرته ورسوي او تخنیکي پلاوي ته د دې امکان برابر کړي، چې د اوبو د سطحې د معلومولو او اندازه کولو لپاره ورشي، خو دوی دا کار ونهکړ. سیستان له وچکالۍ سره مخ دی د اوبو کمښت تخنیکي او هدفي لیدنې ته اړتیا لري؛ نه سیاسي بیانونو ته.
په همدې حال کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ایران سیستان او بلوچستان صوبې ته په خپل سفر کې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره رغنده تعامل اړین دی او نړۍ باید د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي. یو سولهییز او باثباته افغانستان د سیمې د سولې په ګټه دی.
د یادونې ده، چې نوموړي په دې سفر کې د ایران له ولسمشر سره هم وکتل.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
نړۍ1 day agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
