تازه خبرونه
د اوبو کمښت د هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړی – ملابرادر
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، افغانستان طبیعي زیرمې او د اوبو پراخې سرچینې لري؛ خو په نړۍ کې د اوبو کمښت محسوسیږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي دي، چې د اوبو پرلهپسې کمښت نه یوازې هېوادونه د دې اړینو زیرمو د کمښت له ستونزې سره مخ کړي، بلکې د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو یې هم منفي اغېز کړی دی.
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، افغانستان طبیعي زیرمې او د اوبو پراخې سرچینې لري؛ خو په نړۍ کې د اوبو کمښت محسوسیږي.
اقتصادي مرستیالۍ د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ لومړۍ ) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ملابرادر د اوبو او انرژۍ وزارت د علمي او تخنیکي سیمینار په وروستۍ ناسته کې ګډون کړی دی.
نوموړي په افغانستان کې د اوبو د زیرمو پر مدیریت ټینګار څرګند کړ او وایي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ټولو امکاناتو پر کارولو د هېواد د اوبو ښه مدیریت وکړي.
د ملابرادر د څرګندونو له مخې؛ اقليمي بدلون، د اوبو ککړتيا د کچې لوړېدل، د انسانانو د اړتياوو ډېرېدل او لګښت له کبله په اوسنۍ نړۍ کې د اوبو کمښت پوره احساسېږي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال وایي، چې په نړۍ کې د اوبو د کمښت دې ستونزې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمنې کړې دي.
هغه په داسې حال کې د اوبو د کمښت خبره کوي، چې افغانستان د نړۍ د ډېرو هېوادونو په اند د څښاک اوبو له پوره کمښت سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې ښايي په راتلونکیو څو کلونو (۲۰۳۰) کې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه وچې شي.