نړۍ

د اودیسې له بندره د اوکراییني جوارو لومړۍ ټولګه بار شوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۰, ۱۴۰۱)

 د اسوشیېتد پرس د راپور له مخې، د ترکیې دفاع وزارت په ډاګه کړه، چې د اوکراین د جوارو لومړۍ ټولګه د دغه هېواد د اودیسې له بندره وتلې ده.

دغه بار وړونکې بېړۍ رازوني نومېږي او خپل بار د سیرالیون تر بیرغ لاندې لبنان ته لېږدوي.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې؛ رازوني ۲۶ زره ټنه جوار لېږدوي. تمه کیږي، چې د اوکراین له جوارو ډکه کښتۍ سبا استانبول ته ورسیږي او بیا به له پلټنې وروسته خپل سفر لبنان ته روان وساتي.

روسیې او اوکراین په جلا جلا توګه له ترکیې او ملګرو ملتونو سره هوکړه کړې، چې د اوکراین د جوارو او غنمو د صادراتو لار به پرانیزي، چې د اوکراین ۲۲ میلیون ټنه غلې دانې او کرنیز محصولات د تورې بحیرې له بندرونو، صادر شي.

Trending

Exit mobile version