Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د اوربند پر لومړۍ ورځ حماس یرغمل او اسرائیل فلسطیني بندیان خوشې کړل

اوربند فلسطینیانو ته اجازه ورکړه، چې په بمبارډ شوو سیمو کې بېرته د خپل ژوند بیارغونه پیل کړي. په داسې حال کې، چې د مرستو لاریو خورا اړینې مرستې رسولي او د غزې په نورو برخو کې خلکو له حماس جنګیالیو، چې ښکاره شول؛ هرکلی وکړ.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړی، چې د اوربند پر لومړۍ ورځ( یکشنبه د مرغومي دېرشمه / د جنورۍ نولسمه) حماس درې اسرائیلي یرغمل او اسرائیل ۹۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل. دا په داسې حال کې ده، چې د غزې تړانګه ویجاړه شوې او د منځني ختیځ اور ته یې لمن ووهله.

اوربند فلسطینیانو ته اجازه ورکړه، چې په بمبارډ شوو سیمو کې بېرته د خپل ژوند بیارغونه پیل کړي. په داسې حال کې، چې د مرستو لاریو خورا اړینې مرستې رسولي او د غزې په نورو برخو کې خلکو له حماس جنګیالیو، چې ښکاره شول؛ هرکلی وکړ.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې رومي ګونن، ډورن سټینبرچر او امیلي ډاماري له خپلو میندو سره لیدلي او یوه ویډیو یې خپره کړې، چې په کې دوی په ښکاره له روغتیا برخمن ښودل شوي. ډاماري، چې د تښتول کېدو پر ورځ یې دوه ګوتې د ډزو له کبله له لاسه ورکړې وې؛ موسکا وکړه او خپله مور یې غېږ کې ونیوله او خپل بنداژ شوی لاس یې پورته کړ.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو قومندان ته په تیلیفوني اړیکه کې وویل “زه غواړم هغوی ته ووایم: رومي، ډورن او امیلي! یو ملت تاسې په غېږ کې نیسي؛ کور ته ښه راغلاست!”.

په شیبا طبي مرکز کې ښځې له خپلو کورنیو سره غاړه غړۍ شوې، چې ورو – ورو یې ژړا پر خندا بدلېدله. یوه موسکا کوونکې ډاماري د اسرائیلو په بیرغ کې پوښل شوې وه.

اسرائیل ویلي، چې دوی د هغو ۲۵۰ څخه د زیاتو کسانو په ډله کې ول، چې د ۲۰۲۳ ز. کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس په برید کې تښتول شوي او ۱۲۰۰ وژل شوي وه.

د غزې د طبي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له هغه وخت راپدېخوا د اسرائیلو په بریدونو کې له ۴۷  زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي؛ په غزه کې څه نا څه ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړي بې کوره او شاوخوا ۴۰۰ اسرائیلي سرتېري هم وژل شوي دي.

اوربند د جګړې د بندولو، غزې ته د مرستو د لېږدولو او د اسرائیلو په زندانونو کې د شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د نږدې ۱۰۰ پاتې اسرائیلي او بهرنیو یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه د ۳۳ کسانو د خوشې کولو غوښتنه کوي. باور کېږي، چې ډېری یرغمل شوي کسان مړه شوي دي.

د اوربند لومړی پړاو د درې ساعته ځنډ وروسته پلی شو؛ خو اسرائیلي جنګي الوتکو او توپخانو په غزه کې د دې هوکړې له لاسلیک وروسته بمبارډ وکړ.

د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان وکړ، چې د وروستۍ شېبې په دې چټکو بریدونو کې ۱۳ کسان ووژل شول. اسرائیل د هغو یرغمل شویو کسانو د نومونو په سپارلو کې د ځنډ پړه پر حماس واچوله، چې خوشې کوي یې او وايي؛ ترهګر یې پر نښه کړي دي. په داسې حال کې، چې حماس د نوملړ ځنډول تخنیکي وبلل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې دندې په وروستۍ بشپړه ورځ کې له هغه اوربند هرکلی وکړ، چې له یو کال څخه زیات وخت لپاره د امریکا ډیپلوماسۍ ته پاتې و؛ وویل: “نن په غزه کې وسلې غلي شوې دي.” هغه زیاته کړې: « مونږ نن دې مرحلې ته د هغه فشار له کبله رسېدلي یوو، چې اسراېیلو او امریکا پر حماس اچولی و.»

د حماس لپاره اوربند د ۱۵ میاشتو له پټیدو وروسته د ښکاره کېدو او راوتلو فرصت برابر کړ. د حماس پولیس، چې په نیلي پولیسي یونیفورم کې بېلابېلو سیمو ته ورسېدل او وسلوال جنګیالي د سویلي ښار خان یونس څخه تېر شول، هلته، چې خلکو د “القسام کنډکونو” چې یوه وسلواله څانګه ده، د هڅونې شعارونه ورکول.

یوه جنګیالي رویټرز ته وویل: “د نتنیاهو له فشار سره – سره، د مقاومت ټولې ډلې پاتې دي.”

له جګړې وروسته د غزې د حکومت کولو لپاره کوم پراخ پلان نشته؛ د هغې بیا رغونه، خو پرېږده. رویټرز راپور ورکړی، چې د حماس هر ډول راستنېدل به د اسرائیلو صبر وازموي، چې ویلي یې دي تر هغې، چې دا وسلواله ډله په بشپړه توګه له منځه لاړه نشي، جګړه به بیا پیل کړي.

د ملي امنیت سخت دریځي وزیر اتمار بن ګویر د اوربند په اړه له کابینې څخه استعفا ورکړه. که څه هم د هغه ګوند ویلي، چې د نتانیاهو د حکومت د نسکورولو هڅه به ونه‌کړي. یو بل یاد سخت دریځی د مالیې وزیر بیزلل سموتریچ په حکومت کې پاتې شو؛ خو وایي، چې که جګړه د حماس له منځه تلو پرته پای ته ورسیږي،استعفا به ورکړي.

د ټرمپ د ملي امنیت منتخب سلاکار مایک والټز ویلي، چې که حماس له هوکړې څخه سرغړونه وکړي؛ امریکا به د اسرائیلو ملاتړ وکړي “په هغه څه کې، چې ورته اړتیا ده”.

هغه وایي: “حماس به هيڅکله پر غزه واکمني ونه‌کړي. دا پوره د منلو وړ نده.”

د غزې ښار ویجاړ شوي سړکونه اوس د خلکو له هغو ډلو ډک دي، چې د فلسطین بېرغونه یې پورته کړي او پخپلو ګرځند ټیلیفونونو کې یې بېلابېلې صحنې فلمولي.

په راپور کې ویل شوي، چې د کورنیو توکو څخه ډکې څو ګاډۍ له کثافاتو او خاورو څخه پر ډک سړک تېرېږي.

احمد ابو عیهم، ۴۰ کلن، له غزې ښار څخه ویلي: که څه هم اوربند ممکن انسانان وژغوري؛ خو دا ویجاړۍ او زیانونه ترې راپاتې دي.

د یادونې ده، چې دا اوربند د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو په درشل کې پلی شو.  

سیمه ییز خبرونه

امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور

په راپور کې راغلي، چې امریکا تمه لري ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څو اړنو موضوعاتو ته ځواب ورکړي؛ خو ټینګار شوی، چې تر دې دمه کومه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې. سره له دې باخبره سرچینې وایي: دا تر ټولو نږدې پړاو دی، چې دواړه لوري د جګړې له پیل راپدېخوا هوکړې ته رسېدلي دي.

Published

on

آکسوس د دوه امریکایي چارواکو او دوه نورو باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ سپینه ماڼۍ باور لري: له ایران سره د یو«یو مخیزهوکړه‌لیک» لپاره، چې د جګړې پای ته رسولو او د پراخو اټومي خبرو د چوکاټ جوړولو لپاره وي، ډېره نږدې شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې امریکا تمه لري ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څو اړنو موضوعاتو ته ځواب ورکړي؛ خو ټینګار شوی، چې تر دې دمه کومه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې. سره له دې باخبره سرچینې وایي: دا تر ټولو نږدې پړاو دی، چې دواړه لوري د جګړې له پیل راپدېخوا هوکړې ته رسېدلي دي.

د ارزول شویو بندونو له مخې؛ په دې هوکړه لیک کې څو اړین ټکي شته دي: ایران به د یورانیمو د غني کولو لنډمهالی ځنډ ومني، په بدل کې به امریکا بندیزونه لرې کړي او د ایران میلیارډونه کنګل شوې شتمنۍ به آزاده کړي. دغه راز دواړه لوري به په هرموز تنګي کې پر تګ راتګ محدودیتونه راکم کړي.

آکسوس راپور ورکړی، چې دا ۱۴ مادې لرونکی هوکړه لیک د امریکا د ځانګړو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر او د ایران د چارواکو ترمنځ د مستقیمو خبرو او منځګړو له لارې د وروستي‌ کېدا په حال کې ده.

که دا هوکړه وروستۍ شي؛ نو دا سند به په سیمه کې د جګړې پای اعلان کړي او د ۳۰ ورځو تفصیلي خبرو پیل به وکړي، چې موخه یې د یوې پراخې هوکړې رامنځته کول دي. له دې هوکړې سره به د هرمز تنګي بیا پرانیستل شي، د ایران اټومي پروګرام به محدود شي او د امریکا لګېدلي بندیزون به لرې شي.

د دې طرحې له مخې؛ په دې ۳۰ ورځو کې به د هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو محدودیتونه او د امریکا سمندري محدودیتونه په تدریجي ډول کم شي.

یوه امریکایي چارواکي آکسوس ته ویلي، چې که خبرې ناکامې شي؛ امریکایي ځواکونه کولی شي بیا محاصره یا پوځي عملیات پیل کړي.

دغه راز ایران ویلي؛ یوازې هغه وخت به د سولې هوکړه ومني، چې «عادلانه» وي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره درې ورځني سمندري عملیات درولي، چې د راپورونو له مخې د یو میاشتني اوربند پر رامنځته کېدا یې فشار راوستی.

رویټرز راپور ورکړی، چې د دغو معلوماتو خپلواک تائید نه‌شي کېدی او سپینه‌ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د راپور تر خپرېدنې په دې اړه څه نهوایي.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د امریکا مالي بازارونو هم مثبت غبرګون ښودلی او د ونډوبازار شاخصونو لوړوالی موندلی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسرائیلو له جګړې وروسته دا د عراقچي لومړنی سفر دی. دې شخړې د نړۍ د تېلو په بازار کې پراخه بې ثباتي رامنځته کړې او د انرژۍ د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي. چین د خامو تېلو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد ګڼل کېږي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په بېجینګ کې د چین له لوړپوړي ډیپلومات وانګ يي سره په سیمه کې د زیاتېدونکو کړکېچونو او د نړیوالې انرژۍ د امنیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسرائیلو له جګړې وروسته دا د عراقچي لومړنی سفر دی. دې شخړې د نړۍ د تېلو په بازار کې پراخه بې ثباتي رامنځته کړې او د انرژۍ د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي. چین د خامو تېلو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد ګڼل کېږي.

دغه راز د امریکا ځینو چارواکو؛ په ځانګړي توګه د دغه هېواد د خزانې وزیر له بېجینګ څخه غوښتي، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او په دې سټراټیژیکې سمندر کې د کښتیو د تګ راتګ د آزادۍ د خوندي کولو په ډیپلوماټیکو هڅو کې نور فعال رول هم ولوبوي.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ به په راتلونکو خبرو کې د ایران او د سیمې د بدلونونو په اړه هم بحث وکړي.

ویل کیږي، چې د خلیج په سیمه کې له څو ورځو راپدېخوا د بریدونو تبادله او د سمندري لارو د واک او څار لپاره سیاليو د کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې؛ خو ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره روانې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې

ټرمپ په خپله «ټروټ‌پاڼه » پاڼه کې لیکلي: دا هڅه بشردوستانه بڼه لري او ډېری هغه کښتۍ، چې په دې سوداګریزه لار کې درېدلې؛ له روانو شخړو سره هیڅ تړاو نه‌لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «آزادۍ پروژه» نومې سمندري ماموریت د پیل اعلان کړی، چې موخه یې په هرمز تنګي کې د بند پاتې کښتیو خوندي سیمو ته بدرګه کول دي.

ټرمپ په خپله «ټروټ‌پاڼه » پاڼه کې لیکلي: دا هڅه بشردوستانه بڼه لري او ډېری هغه کښتۍ، چې په دې سوداګریزه لار کې درېدلې؛ له روانو شخړو سره هیڅ تړاو نه‌لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا سمندري ځواک به د دې کښتیو د خوندي وتلو مسوولیت پر غاړه ولري.

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې د واشنګټن استازي له ایران سره «ډېرې مثبتې خبرې» لري؛ خو دا تر اوسه روښانه نه ده، چې دا خبرې یوازې د کښتیو د آزادۍ پر موضوع راڅرخیږي او که د سیمې د کړکېچونو له پراخو مسایلو سره هم تړاو لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!