تازه خبرونه

د اوسني بشري ناورین د حل لپاره باید له اسلامي امارت سره خبرې وشي ـ م.م

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۰)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډی ویلي، چې د اوسني بشري ناورین د حل لپاره باید نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي د افغانستان پر روان وضعیت د اندېښنې له څرګندولو سره وايي؛ د اسلامي امارت چارواکي باید په دې پوه شي، چې افغانستان د ۱۹۹۰ لسیزې هېواد ندی او اوسنی وضعیت بل ډول دی.

له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ  مشر ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لار د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ خبرې دي.

نوموړي ویلي: کله، چې زه په کابل کې وم؛ طالبانو( اسلامي امارت) ته زمونږ پیغام دا و، چې که تاسې غواړئ پیسې مو آزادې کړئ، که غواړئ، چې هېواد مو بېرته خپل لومړنی ملاتړ ترلاسه کړي، نو دواړه لوري باید په دې اړه خبرې وکړي.

هغه  دا موضوع پېچلې وبلله؛ خو د ښځو، نجونو او لږکیو پر حقونو یې ټینګار وکړ او زیاتوي، چې نږدې نیمايي افغانان له قحطۍ سره مخ دي، ۸۰ سلنه روغتیايي سیستم یې فلج دی او ۷۰ سلنه ښوونکي اوس هم معاشونه نلري.

هغه وایي؛ که دا ستونزې اوارې نشي، له شک پرته وړاندویېنه کوم، چې مونږ به نور بې ځایه شوي کسان هم ووینو. مونږ به د سرحدونو او سیمې په اوږدو کې پراخه کډوالي تجربه کړو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې مسئلې د حل لپاره د صادقانه خبرو اترو له وړاندیز د هرکلی تر څنګ د خبرو له لارې د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو پر مسله سیاست ونکړي.

د نړیوالې ټولنې، امریکا او د اسلامي امارت د حکومتونو تر منځ یوه له اساسي مسایلو څخه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه جامع حکومت جوړول دي.

Trending

Exit mobile version