Connect with us

تازه خبرونه

د اوسني بشري ناورین د حل لپاره باید له اسلامي امارت سره خبرې وشي ـ م.م

خپور شوی

د

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډی ویلي، چې د اوسني بشري ناورین د حل لپاره باید نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي د افغانستان پر روان وضعیت د اندېښنې له څرګندولو سره وايي؛ د اسلامي امارت چارواکي باید په دې پوه شي، چې افغانستان د ۱۹۹۰ لسیزې هېواد ندی او اوسنی وضعیت بل ډول دی.

له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ  مشر ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لار د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ خبرې دي.

نوموړي ویلي: کله، چې زه په کابل کې وم؛ طالبانو( اسلامي امارت) ته زمونږ پیغام دا و، چې که تاسې غواړئ پیسې مو آزادې کړئ، که غواړئ، چې هېواد مو بېرته خپل لومړنی ملاتړ ترلاسه کړي، نو دواړه لوري باید په دې اړه خبرې وکړي.

هغه  دا موضوع پېچلې وبلله؛ خو د ښځو، نجونو او لږکیو پر حقونو یې ټینګار وکړ او زیاتوي، چې نږدې نیمايي افغانان له قحطۍ سره مخ دي، ۸۰ سلنه روغتیايي سیستم یې فلج دی او ۷۰ سلنه ښوونکي اوس هم معاشونه نلري.

هغه وایي؛ که دا ستونزې اوارې نشي، له شک پرته وړاندویېنه کوم، چې مونږ به نور بې ځایه شوي کسان هم ووینو. مونږ به د سرحدونو او سیمې په اوږدو کې پراخه کډوالي تجربه کړو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې مسئلې د حل لپاره د صادقانه خبرو اترو له وړاندیز د هرکلی تر څنګ د خبرو له لارې د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، نړیواله ټولنه باید د بشري حقونو پر مسله سیاست ونکړي.

د نړیوالې ټولنې، امریکا او د اسلامي امارت د حکومتونو تر منځ یوه له اساسي مسایلو څخه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه جامع حکومت جوړول دي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

Published

on

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلام‌آباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بې‌ځایه شوي دي.

دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.

دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نه‌کوي.

دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.

همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.

د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بې‌پروايي او بې‌تفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!