نړۍ
د اوکراین لوړپوړی جنرال د روسیې د اتومي برید له خطره اندېښمن شو
رویترز څرګنده کړې؛ د اوکراین د پوځ مشر د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې روسیه په اوکراین کې د اتومي وسلو د کارولو ګواښ کوي، چې له نورو ځواکونو سره به د اتومي شخړې خطر رامنځته کړي.
جنرال والري زالوژني په هغه یوه لیکنه کې، چې د قانون جوړوونکي میخایلو زابرودسکي لخوا لیکل شوې او دولتي خبري آژانس اوکرینفارم خپره کړې؛ څرګندوي: په اوکراین کې جګړه، چې د فبرورۍ پر ۲۴ د روسیې له یرغل سره پیل شوې؛ شونې ده، چې تر راتلونکی کاله وغزول شي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د اوکراین لوی قومندان په دې لیکنه کې تر دې دمه د جګړې پوره ارزونه کوي او د اوکراین د لوړ پوړیو چارواکو لخوا ورکړ شوي پوره متناقض پیغامونه لري.
جنرال زلوژني ویلي: د روسیې د وسلوالو ځواکونو لخوا په ځینو شرایطو کې د تاکتیکي اتومي وسلو د کارولو مستقیم ګواښ رامنځته شوی دی.
په دې لیکنه کې څرګنده شوې: دا هم ناشونې ده، چې په بشپړ ډول د نړۍ د مخکښو هېوادونو د مستقیمې ښکېلتیا شونتیا په “محدوده” اتومي شخړه کې رد کړو، چې د درېیمې نړیوالې جګړې بوی ترې راپورته شوی دی.
د یادونې ده، چې یو شمېر راپورونو له مخې؛ مسکو تر دې دمه په خپلو څرګندونو کې د شونې اتومي یا کیمیاوي وسلو د کارولو اټکلونه رد کړي.