نړۍ
د اوکراین ولسمشر د جګړې په سویلي کرښه کې خپل سرتېري وستایل
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې پر وړاندې د اوکراین د جګړې په لومړیو کرښو کې له سرتېرو سره په لیدنه کې د سرتېرو زړورتیا ستایلي او ډاډ څرګندوي، چې هېواد به یې برلاسی شي.
د شنبې پر ورځ د زیلینسکي د رسمي تلیګرام خپرې شوې ویډیو وښوده، چې ولسمشر د میکولایف د جنوبې برخې په یوه پټنځي کې سرتېرو ته مډالونه ټومبي او ورسره ګډ انځورونه اخلي.
د ولسمشر دفتر دا ندي ویلي، چې له سرتېرو سره د لیدلو دا وروستی سفر کله ترسره شوی دی.
زیلینسکي په دې ویډیو کې ویلي: زمونږ زړور سړي او ښځې هر یو یې په سمه توګه کار کوي؛ مونږ هرو مرو ټینګار کوو! مونږ به خامخا بریالي کیږو!
زیلینسکي د فبرورۍ پر څلیریشتمه د روسیې له یرغل راپدیخوا په کیف کې پاتې شوی؛ خو په وروستیو اوونیو کې یې د خارکوف له شمال ختیځ ښار څخه، چې سخته جګړه پرې تېره شوې؛ نا اعلان شوي سفرونه کړي او هغو دوه ختیځو ښارونو ته هم تلی، چې د جګړې راپورونه ترې ورکړ شوې دي.
د اوکراین د جنوب میکولایوف په ختیځو او جنوبي څنډو کې هم جګړه روانه ده.
د زیلینسکي دفتر ویلي، چې ولسمشر د میکولایف څخه هم لیدنه کړې او ویجاړې شوې ادارې او ودانۍ یې وکتلې، چې د مارچ په وروستیو کې پرې د توغندیو د لګېدو له کبله ۳۷ کسان ووژل شول.
روسي ځواکونه د مارچ په لومړیو کې د میکولایف ښار ته ورسیدل؛ خو بېرته وشړل شول.
دغه راز ولسمشر زیلینسکي له میکولایف روغتون څخه هم لیدنه وکړه؛ ښاروال اولکساندر سینکیویچ او والي ویتالي کیم ته یې د روسیې د یرغل پر وړاندې د دوی څلور میاشتنی ټینګار ستایلی او د زړورتیا ستاینلیکونه یې ورکړل.
د زیلینسکي دفتر په ډاګه کړې؛ ولسمشر په اوډیسه کې د ملي ګارد پوستې هم ولیدې او له سرتېرو یې مننه وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې: تر هغې، چې تاسې ژوندي یاست یو خواکمن دیوال به وي، چې هېواد به مو ساتي.
مسکو ويلي، چې له خپل ګاونډ سره د بې وسلې کولو په ځانګړيو پوځي عملیاتو کې ښکېل دی. اوکرایین او متحدینو یې ويلي، مسکو بې هدفه جګړه پیل کړې او زرګونه ولسي وګړي یې وژلي او ښارونه یې ویجاړ کړي دي.
