نړۍ

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي له یوې ترافیکي پېښې روغ وتلی

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي موټر په کیف کې له یوه شخصي موټر سره د دریورۍ پر مهال ټکر کړی دی.

د ولسمشر ویاند سرګي نیکیفوروف د پنجشنبې پر ورځ تویت کړی، چې هغه ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی.

نوموړي دا ندي ویلي، چې پېښه کله رامنځته شوې؛ خو په ډاګه کوي، چې د زیلینسکي موټر له یوه شخصي موټر سره ټکر شوی دی.

هغه وایي: ولسمشر د يوه داکتر له خوا معاينه شوى، کوم جدي ټپ نلري؛ خو د دغې پېښې په اړه به څېړنې وشي.

د راپور له مخې؛ داکترانو له زیلینسکي سره شخصي موټر چلوونکي ته بېړنۍ مرسته ورکړه او هغه یې په امبولانس کې واچاوه.

څو دقیقې وروسته له دې د ولسمشر ویاند نیکیفوروف څرګنده کړې؛ د زیلینسکي دفتر د نوموړي هغه شپنۍ وینا خپره کړه، چې هره ورځ خلکو ته وړاندې کوي.

Trending

Exit mobile version