نړۍ

د اوکراین پر حکومتي اوبپاڼو پراخ سایبري برید شوی

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

له اوکراین سره د روسیې د کرکېچ په درشل کې د پنجشنبې پر شپه پر اوکرایني حکومتي اوبپاڼو پراخ سایبري برید له دې خبرداري پیل شو، چې ویریږئ او د نورو بدو پېښو تمه هم ولرئ.

دغه سایبري برید حکومتي اوبپاڼې زیانمنې کړي؛ د جمعې پر سهار یوشمېر هغه د لاسرسي وړ نه وې او اوکراین یې اړ کړ، چې په دې اړه څېړنې پیل کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز ته ویلي؛ دا به وختي وي، چې د چا لاس لرل په دې برید کې په ډاګه کړي؛ خو څرګندوي، چې روسیې په تېرو وختونو کې د ورته بریدونو تر شا لاس درلود.

د یادې سرچینې راپور څرګندوي، چې دغه برید د ولسمشرۍ، بهرنیو چارو ، دفاع وزارت وزارتونو او ملي امنیت شورا په ګډون د ۷۰ دولتي ادارو کارونه د ساعتونو لپاره ګډوډ کړل.

رویټرز د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې روسیه د اوکراین پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې استخباراتي عملیات پراخ کړي دي.

اوکرایني چارواکو پر روسیې د سایبري بریدونو تورونه رد کړي؛ خو وايي: یوازې روسیه ده، چې دوی پرې شک کولی شي.

په دې وروستیو کې د اوکراین د مسلې پر سر د روسیې او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی او امریکايي او روسي چارواکو سره هم په دې اړه لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن او متحدانو یې د امنیتي ضمانتونو په اړه د روسیې دا غوښتنه، چې ناټو دې د ختیځ پر لوري نور پرمختګ نکوي؛ رد کړې او د اوکراین په سرحد کې یې د پوځي حضور د پیاوړي کولو په برخه کې روسیې ته خبرداری هم ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version