نړۍ

د اوکراین په جګړه کې باید دواړه خواوې نیول شوې ځینې سیمې خوشې کړي – ټرمپ

 نوموړي په سپينه ماڼۍ کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي؛ “روسيې د اوکراين يوه لویه برخه نيولې ده. مونږ به هڅه وکړو، چې د دې سيمې يوه برخه بېرته اوکرايين ته ورکړ شي.”

Published

on

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې د راتلونکې جمعې پر ورځ د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره د ليدنې پر مهال به د اوکراين د ځينو سيمو د بېرته ترلاسه کولو هڅه وکړي.

 نوموړي په سپينه ماڼۍ کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي؛ “روسيې د اوکراين يوه لویه برخه نيولې ده. مونږ به هڅه وکړو، چې د دې سيمې يوه برخه بېرته اوکرايين ته ورکړ شي.”

ټاکل شوې، چې ټرمپ او پوتين به روانه اوونۍ په الاسکا کې وګوري.

ډونلډ ټرمپ ادعا کړې، چې کولی شي له پوتين سره د ليدنې پر مهال په “دوه دقيقو” کې پوه شي، چې پرمختګ شونی دی او که نه.

هغه دا هم ویلي؛ شونې ده، چې په دې ناسته کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه او اوکراین دواړه د سولې د تړون د یوې برخې په توګه د ځمکې پرېښودو ته لېوالتیا نلري.

Trending

Exit mobile version