نړۍ

د اوکراین په جګړه کې له ۲۶۰۰۰ ډېر روسي پوځیان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۲, ۱۴۰۱)

د اوکراین پوځي چارواکو څرګنده کړې، د روسیې په مشرۍ د پوځي عملیاتو له پیل راپدیخوا له ۲۶۳۵۰ ډېر روسي پوځیان وژل شوي دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د روسیې د عملیاتو له پیل راپدیخوا ( د فبرورۍ له ۲۴ څخه د می تر ۱۱ ) پورې ۲۶۳۵۰ روسي پوځیان وژل شوي او ۱۹۹ جنګي الوتکې، ۱۶۰ چورلکې او ۱۱۸۷ روسي ټانکونه ویجاړ شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه راز د روسیې د پوځ ۲۸۵۶ زغره وال ګاډي، ۱۹۹۷ پوځي وسایط، ۱۲ سپکې کروز بېړۍ او کښتۍ، ۳۹۰ بې پیلوټه الوتکې، ۵۲۸ توپخانې، ۱۸۵ راکټ لانچرونه او ۹۴ هوايي دفاعي سیستمونه هم له منځه وړل شوي دي.

له دې مخکې د روسیې دفاع وزارت د مارچ پر ۲۵ د یوې اعلامیې له خپرولو سره تائید کړې وه، چې د اوکراین په جګړه کې ۱۳۵۱ روسي پوځیان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې له پیل راپدیخوا لږ تر لږه ۳۴۵۹ ملکیان وژل شوي او ۳۷۱۳ نور ټپیان دي او اټکل کېږي، چې د وژل شویو اصلي شمېر به تر دې هم ډېر وي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه د اوکراین د پوځي تجهیزاتو د ویجاړۍ په اړه څه ویل شوي ندي.

Trending

Exit mobile version