نړۍ
د اوکراین په ختیځ کې د فرانسې خبري آژانس خبریال ووژل شو
د فرانسې خبري آژانس (AFP) خبر ورکړی، چې د اوکراین په ختیځ کې یې خبریال وژل شوی دی.
د فرانسې خبري آژانس د اوکراین په ختیځ کې د خپل ویډیويي خبریال ارمان سولدین له وژل کیدو خبر ورکړی دی.
دغه خبري آژانس ویلي، چې ۳۲ کلن ارمان سولدین په یوه توغندیز برید کې وژل شوی دی.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ارمان سولدین په اوکراین کې زمونږ ویدیوي همغږي کوونکی و. د همکارانو د څرګندونو له مخې، چې د پېښې شاهدان ول؛ د چاسیو یار ښار ته نږدې د توغندي په برید کې ووژل شو.
سرچینې د دغه خبریال کورنۍ او خپلوانو ته خواخوږي څرګنده کړې او لیکي، چې د دې خبري آژانس خبریال سولدین او ۴ نور خبریالان له اوکرایني پوځیانو سره ول؛ خو نورو خبریالانو ته زیان رسیدلی نهدی.
دغه راز ویل کیږي، چې دا برید د اوکراین په ختیځ کې د څو میاشتو جګړو مرکز باخموت ته نږدې د یوه ښارګوټي په څنډه کې رامنځته شوی دی.